د مژده صاحب د شهادت مبارکي او تسليت پیغام

الحاج استاذ بیانزی

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د دجال په قومانده د کابل غلامانو سیاست پوهه او مدني فعال ( مژده صاحب ) په داسې حال کې ( چه د لمانځه اداء کولو لپاره له کوره راوتلی او د مسجد په لور روان وو ) په شهادت ورسولو. روغتون ته له رسولو وروسته یې په ډیره ښه امانت دارۍ د ژوند خوږ امانت وسپارلو. روح دې خوشاله او جنتونه دې په برخه شي او مونږ ته دې هم د همدې منل شوو شهیدانو په شان وړتیا او برخلیک راکړي امین
انا لله و انا الیه راجعون.

د مژده صاحب سپیڅلی شهادت دې الله ج قبول کړی، د کوم ارمانو او اهدافو لپاره چې یې د کابل غلامان او باداران مجاهدین په شهادت رسوي د کومو ارمانو لپاره چې دوی په شهادت رسیږي هغه د مظلوم ولس خپلواکي او د خالق لایزال رضا ده، الله ج دې هغه ارمانونه هم ترسره کړي.

مژده صاحب سره مو له نژدې خبرې کړي، لیدلی مو وو او تل مو د هغه مرکې او ارزونې اوریدلې او تعقیبولې، حق یې ویلو او د حق پلوی و او د حق د پاره د حق په لیاره کې د کابل د غلامانو او بادارانو له خوا قرباني شو او دا لړۍ روانه ده.

د حق رڼا به کمه مګر ختمولی یی نه شی، انتم الاعلون ان کنتم مومنین [ تاسی بریالی یاست که ایمان لری ] د اشغال او غلامی اداری په ضد به یی تل کما حقه حقایق بیانول ځکه خو ورباندی د حقیار، ضعیف، مطمن او نورو مطمنو انسانانو په شان قاتلانه برید وشو او هغه یی په شهادت ورسولو د هغو قاتلین د کابل غلامان او دجالان دی الله ج د دی شهیدانو غچ خامخا اخلی.

د مژده صاحب نجیبی کورنی، خپلوانو او دوستانو ته یی تسلیت وړاندی کوو او د شهادت مبارکی یی ورته وایو ځانونه ورسره په دی غم کی شریک ګڼو [ په ښکاره غم مګر اصل کی ویاړنه او لویه لاسته راوړنه وه ] د مژده صاحب غیرحاضری دی الله ج  د دوی نجیبی کورنی، خپلوانو او دوستانو ته نه محسوسوی.

شهید ژوندی دی مګر مونږ نه پوهیږو دا زما نه د الله ج وینا ده  حتی زمونږ په شان خوراک کوی. هغوی مطمن النفسه انسانان دی الله ج فرمایی [ ای نفس مطمنو، زما رشتونی بندګانو ننوځی زما جنتونو ته ] تر دی بله لویه بریا او کامیابی به چیری وی؟

ملایکو نیوکه لرله (( داسی څوک خلقوی چه فساد به او بی ګناه وینی به تویوی! د عبادت د پاره خو مونږ کافی یو )) الله ج ورته ځواب ورکوی [ په هغه څه چه زه پوهیږم تاسی نه پوهیږی ] هغوی به فساد او بی ګناه وینی تویوی چه حریص او د شیطان خوښه او لیار تعقیبوی مګر هغوی چه الهی لارښودنی تعقیبوی هغوی به نه یواځی فساد او بی ګناه وینی نه تویوی بلکه د فساد او وینو تویولو د مخنیوی د پاره به خپلی وینی تویوی، سپیڅلی مجاهدین په همدغه ډله کی شمیرل کیږی الله ج یی په شهادت ویاړنه کوی.

د انا لله و انا الیه راجعون په دغه کوچنی ایه مبارکه کی د ټولو مخلوقاتو ابتدا او انتها نغښتل شوی چه ټول مخلوقات د چا له خوا او څه د پاره خلق شوی او د چا په مالکیت کی قرار لری. همدا چه مونږ د ځان مالکیت نه لرو له همدی خاوری خلق او همدی خاوره کی مو خاوری کوی روح یی د عبادت د پاره مونږ ته امانت راکړی د عبادت تر سره کولو د پاره یی مونږ په احسن تقویم اندامو،مهربانه زړونو او متفکرو مغزو په مزین کولو او اهدا کولو مونږ ته د زمکی په ټولو موجوداتو د الهی اصولو لاندی د خلافت او مدیریت وړتیا او پیاوړتیا راکړی، د دغه لوړ مقام د پاره ابلیس هم ځان نومولی وو مګر د وړتیا په نه لرلو سربیره د حرص او لویی په لرلو له پخوانی اعزاز هم بی برخی او تل تر تله ملعون یعنی د الله ج له رحم بی برخی شو.

د مژده د شهادت قبلولو د پاره دوباره د خالق لایزال په لوی دلبار کی لاس پورته کوو او دعا کوو چه د هغه مشروع ارمانونه دی الله ج پوره او د هغه برکت دی د هغه په کورنی او دغه د لویو قدرتو د هدیری هیواد کې تل او محفوظ وساتي.

امین یا رب العلمین

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

آمین، ثم آمين.