نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وایي، تمه لري د طالبانو له بند څخه د امریکايي پوهنتون د دوو تنو ښوونکو خلاصون غوره پایلې ولري او د افغانستان د اوږدې جګړې په پای ته رسولو کې مرستندویه ثابت شي.
ډونالډ ټرمپ په همدې تړاو په خپل ټويټر لیکلي، چې نوموړی د کیون کېنګ او تیموتي له کورنۍ سره د هغوی د خلاصون په خوښیو کې شریک دی او هیله یې داده، چې د طالبانو له بنده ددوی خلاصون غوره پایلې ولري.
د ټرمپ له قوله، نوموړی تمه لري، د یادو دوو تنو ښوونکو خلاصون د سولې په لور فاصله رالنډه او اوربند ته د لارې هوارولو تر څنګ د افغانستان د جګړې په ختمولو کې مرستندویه ثابت شي.
We join families of Kevin King & Tim Weeks in celebrating their release from Taliban captivity. Thanks to President Ghani for his courageous support. Let’s hope this leads to more good things on the peace front like a ceasefire that will help end this long war. Proud of my team!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) November 20, 2019
کېون کېنګ او تیموتي د کابل د امریکایي پوهنتون دوه تنه ښوونکي وو، چې د درې کاله وړاندې د ۲۰۱۶ میلادي کال د اګست د میاشتې په اتمه نېټه طالبانو په کابل کې ونیول.
درې ورځې وړاندې دواړه ښوونکي د طالبانو له درې تنه بندیانو «انس حقاني»، «حافظ عبدالرشید» او «مالي خان» سره تبادله او امریکايي لوري ته وسپارل شول.