افغانستان

حامد کرزي د وحید مژده پر وژنې امنیتي ادارې شکمنې وبللې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۸ل): پخوانی ولسمشر «حامد کرزی» وایي، د «وحید مژده» ترور یو جنګي جنایت دی او دی د زړه له تله ورباندې خواشینی دی.

د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه د مژده د مرګ په تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې د بیان ازادي د حکومت له مهمو لاسته راوړنو څخه ده او خلګ باید په بشپړ قوت له دې لاسته راوړنې څخه ساتنه وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي « په سیاسي شنونکو او فعالانو باندې بریدونه یو جنګي جنایت دی ، د افغانستان خلګ په دې تړاو ژوره اندېښنه لري او په دې باور دي، چې امنیتي بنسټونه د خلګو د ازادۍ او ژوند د خوندي کولو لپاره دي؛ نه د هغوی د ترور لپاره.»

د خبرپاڼې په پای کې د وحید مژده له کورنۍ سره غمشریکې شوې او تسلیت ورته ویل شوی.

وحید احمد مژده د هیواد سیاسي فعال، لیکوال او د چارو شنونکی وو، چې تېر ماښام په کابل ښار کې له خپل کور سره نږدې په داسې حال کې د نامعلومو وسلوالو له لوري ووژل شو، چې د ماښام له لمانځه وروسته کور ته د تګ په حال کې وو.

د شنوونکو په باور د حامد کرزي له لوري د ملي امنیت پر خلاف د شک څرګندونه او د ملي امنیت د مرستیالۍ څخه د ادیب فهیم استعفا څرګندوي چې په وروستیو بریدونو کې د ملي امنیت او ارګ واکمنانو لاس دی چې غواړي په هر قیمت د سولې غږ خاموشه، جګړې او په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو اشغال ته ادامه ورکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

غلام کرزی له شاه شجاع او کارمل وروسته دریم غلام دی چه افغانانو له افغانیت، مسلمانانو له اسلامیت او حتی انسانانو له انسانیت بی برخی کړی. زمونږ هیواد کی تل سلطنتی حاکمیت وو ډیرو د ملی جنایاتو به څنګ کی خلک د فقر او بی سوادی له سری کرشی ښکته کړی او ښکته ساتلی وو چه له امله یی زمونږ هیواد د هر وایروس ( اشغال ) د پاره زمینه برابره کړی وه. ملی خاینین ورته ویلی شو مګر د افغانیت، اسلامیت او انسانیت له معیارو نه وو بی برخی شوی. مګر پورتنی دری کسان ( شاه شجاع، کارمل او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close