افغانستان

ننګرهار: د دوو کورنيو ترمنځ جګړه کې ۹ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ په جګړه کې نهه تنه وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې نن سهار د خوږياڼو ولسوالۍ په بډاکڅ سيمه کې د انور او وريښمن په نامه د دوو کورنيو ترمنځ د کورني جنجالو له امله جګړه شوې چې په نتيجه کې يې د انور له کورنۍ څخه پنځه او د وريښمين له کورنۍ څخه څلور تنه وژل شوي دي.

خوږياڼي ويلي دي چې جنجال له لفظي شخړو وروسته په ډزو بدل شو چې له امله يې نهه تنه ووژل شول او څلور نور ټپيان شوي دي، په وژل شويو او ټپيانو کې سپين ږيري او ځوانان هم شامل دي.

د سيمې اوسېدونکو خبريالانو ته ويلي دي چې د دواړو خپلوانو ترمنځ جنګ د کورنيو شخړو او يوې ښځې په سر رامنځته شوی دی او ویلي يې دي چې د دې کورنيو د جنجال د حل لپاره پخوا هم جرګې شوې وې خو ستونزه نه وه حل شوې چې نن بيا دا دښمني راتازه شوه.

د ننګرهار ولايت د سيمه ييز روغتون يو مسؤل ويلي دي چې د پيښې له ځايه ورته درې جسدونه او څلور ټپيان ور وړل شوي دي او د ټپيانو روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ بللی دی.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د نورو جګړو سربيره خپل منځي دښمنۍ هم هغه څه دي چې ډېر وخت په کې افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي او تر کلونو کلونو دوام کوي چې ډېرې ستونزې يې د کورنيو شخړو او ځمکو په سر رامنځته کيږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

کورنی حکړی او کورنی دشمنی هم د همدی جنګو او د غلامو حکومتو او خارجی اشغال محصول دی چه خلک یی د فقر او بی سوادی له سری کرښی ښکته کړی او شکته یی ساتی .

فقر او بی سوادی خلکو ته جهالت او ګمراهی غیره نور څه ورکوی ، د غلامانو او بادارانو پکی همدا ګټه ده چه خلک خپلو کی مصروف او هم تری په کمو معاشو عسکر او بولیس استخداموی او رایوی تری په بیه اخلی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close