ناټو: د بنديانو تبادله به سولې ته لاره هواره کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د امريکايي او طالبانو بنديانو په تبادله خوښي ښکاره کړې او وايي، چې دې سره به سولې ته لاره هواره شي.

د ناټو سرمنشي د بلجيم په پلازمېنې بروکسل کې رسنيو ته ويلي، ناټو د افغانستان سولې لپاره هر ډول مرستې ته چمتو ده.

د ینس سټولټنبرګ په وينا ناټو به د افغانستان امنيت او ثبات لپاره د افغان حکومت تر شا ولاړ وي او اجازه به ورنه کړي، چې افغانستان په راتلونکي کې د داعش په څېر د نړيوالو وسله والو ډلو په پټنځي بدل شي.

نوموړي وويل، داعش ډلې هڅه وکړه، چې په افغانستان کې ځان لپاره تلپاتې مرکزونه جوړ کړي، خو دغه ډله په خپلو موخو کې پاتې راغله او په بشپړ ډول له منځه ولاړه.

د ناټو سرمنشي د داعش ختمول د ګډ حکومت لاسته راوړنه بللې، په داسې حال کې، چې د ننګرهار اوسېدونکي وايي، طالبانو له تېرو څو مياشتو راهيسې د داعش ډلې پر ضد پرېکنده عمليات پيل کړي وو، چې بالاخره يې تېره اوونۍ يې په بشپړ ډول ختم کړل.

د طالبانو له لوري په دغو عملياتو کې سلګونه داعشيان وژل شوي او شاوخوا شپږ سوه نور ګډ حکومت ته تسليم شوي دي.

طالبانو هم ويلي، دوی داعش ډلې ته ماتې ورکړه او حکومت تل هڅه کړې، چې داعشيان د دوی له محاصرې خلاص کړي او سلګونو داعشي جګړه مارانو ته يې پناه ورکړې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د