افغانستان

ارګ په خپله ځنډېدلې اعلامیه کې د وحید مژده هدفي وژنه تروریستي برید وباله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ «ارګ» له نږدې شل ساعته ځنډ وروسته د سياسي چارو د کارپوه او د بهرنيو چارو وزارت د پخواني کار کوونکي وحيد مژده په وژل کېدو خواشيني ښودلې او دا يې د افغانستان د دښمنانو کار بللی دی.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، د ګډ حکومت مشر اشرف غني پر وحيد مژده د ترهګريز برید د غندلو تر څنګ امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې، چې د دغه ترهګريز برید عاملين ونيسي او مجازات يې کړي.

وحید مژده تېره ورځ پنځه بجې د کابل ښار په دارالامان سيمه کې د روسيې سفارت او د ملي امنيت رياست دفتر ته څېرمه هغه مهال په ډزو ووژل شو، چې نوموړی د ماښام له لمانځه وروسته خپل کور ته پر لاره وه.

که څه هم د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ له شاوخوا شل ساعته ځنډ وروسته د وحيد مژده د ترور پېښه غندلې او د قاتلين د نيولو امر يې کړی، خو د سياسي چارو کارپوهان او ټولنيزو شبکو فعالان وايي، د وحيد مژده قاتلين معلوم دي او اشاره يې د ګډ حکومت مشرتابه ته ده.

د سياسي چارو کارپوهان اسد وحيدي، اسماعيل يون، ډاکټر فیض محمد ځلاند، نظر محمد مطمئن او خیرالله شينواري په ګډون د ټولنيزو شبکو کې ګڼ شمېر فعالانو ويلي، د وحيد مژده قاتلين هغه سوله ضد کړۍ بللي، چې د خپل قدرت او واک لپاره د سولې مخالفت کوي.

د يادونې وړ ده، چې د ګډ حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د وحيد مژده وژنه د سولې او ثبات د مخالفينو کار بللی، همدارنګه د ملي امنيت رياست مرستيال اديب فهيم له دغې ترهګريزې پېښې وروسته استعفا کړې او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم شک ښکاره کړی، چې وحيد مژده د امنيتي ادارو له لوري وژل شوی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابو محمد الفاروقي

كابل مزدوري اداري
شهيد هم كرلو
او عندي ي هم
عجيبه خلك دي
فه داسي درواغو
د ملت فه ستركو كي خاوري اجوي

جلال

بسم الله الرحمن الرحیم
په خپله یی وژنی او بیا د خواشینی اعلامیه هم صادروی. د هغه او نورو دغسی جنایی قربانیان باید غنی، محب او ددوی داخلی او خارجی همکاران عدلی محاکمو ته وکشوی. اوس وی که سباء، دالله سبحانه و تعالی په توکل.

محمدظاهر حلیمی

هغه څوک چې په هېوادکی دسولی اودبشپړتیا لپاره فرهنګی مبارزه کوی هغه به یادبندیخانوتوروتیاروته ځی اویابه دشهیدمژدصاحب به سرنوشت ګرفتاریږی الله ج د رحم وکړی

مجاهد

اشغلګرو د بیان ازادی په نوم د بیان ازادی د خاموشولو د باره ارګ کی د محب، ع او غ به شان ایجړا ګان کینولی. له سره مفعول او هم یی وروسته دمفعولیت ویدیو ګانی دکی کړی او ورښوولی چه د سرغړونی په صورت کی به دا علنی کیږی. د هغو ویدیو ګانو د علنی کولو د مخنیوی د پاره هغه وایی چه ورته ویل شوی او هغه کوی چه ورته د کولو امر شوی وی اسبانتا، کرزی او داسی نور ورته کارونه کول او ورته خلک دی . دا چه هم کول او هم غندل کوی مجبور دی که… نور لوستل »

خپلواک

څوک چې دارګ پر څوکۍ ناست دی هغه د مژده صاحب قاتل دی. د دې ښامار خیټه یوازي په مژده صاحب نه ده ډکه شوې بلکې دنورو سوله غوښتونکو څېرو دتېرولو لپاره هم په لارو چارو غور کوي. ستاسو به ښه په یاد وي چې پر بارکزي صاحب برید هم ددوی له لوري وشو همدارنګه یې پرمطمئن ،قاضي حسن حقیار باندي هم ددوی داستخبارتي کړیو له لوري بریدونه وشول چې لوی خدای جل شانه تري وږغورل. دا غلام رژیم هرهغه څوک له منځه وړي چې دامریکایي اشغالګرو د وتولولپاره هڅې کوي ځکه چې دا غلام او بې وجدانه رژیم خپله… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close