وحید مژده

د خپلواک اوسالم فکرخاوند شهيد وحيد مژده

ډاکترخاموش

په افغانستان کې دکمونستي کودتا وروسته دافغانستان دخپلواکۍ او سالم فکر خاوندان چې د اسلام دمقدس دين، پاکې خاورې، سپڅلې عقيدې، افغاني غيرت او شهامت خاوندان وو په يوه اوبل نوم شهيدان کړل شول.

ددې شهادتونو سرچينه په ١٩٦٥م دجنوري په لومړۍ نيته په کابل شيرشامېنه د نورمحمد ترکي په کورکې کې دکمونستانو په لومړۍ کنګره چې مشري ېې کارمل او ترکي کوله ده

، ترنن ورځې پورې يانې د روسي وحشيانو له يرغله را واخله تر امريکايي يرغله پورې دافغانستان اصيل بچيان دخپلو ملي ارزښتونو دپاللو او په جرم شهيدانيږي . وحيدمژده هم دافغانستان دپاکې خاورې ، اسلامي ، عقيدوي اوملي ارزښتونونو په دفاع او پاللو شهيد کړل شو،

خو لله الحمد څومره چې داسلام او افغانستان دښمنان دافغانستان رښتيني بچيان شهيدانوي هومره ، دمجاهدينو کاروان او د باطل په مقابل کې د حق سنګرونه نورهم پسې پياوړي کيږي. شيهد مژده د بغلان ولايت په يوه دينداره کونۍ د عبدالحکيم مژده ځوى په ١٣٣٢هـ ش کې زيږيدلې او لومړني تعلمياتو اوزده کړې وروسته د کابل حبيبي ليسې څخه فارغ او په د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځې څخه په ١٩٧٧م کې دلسانس سند ترلاسه کړ.

په ١٣٥٧هـ ش دثور کموسنتي کودتا وروسته پاکستان او ايران ته کډوال شو، دمجادينو په جهادي خپرونو کې ېې په نثر او نظم کى لوى لاس درلود او په سياسي کچه ېې په لږ وخت کې په زړه پورې خدمتونه ترسره کړل .

د استاد برهان الدين رباني دحکومت په دوره کې د بهرنيو چارو په وزارت کې ېې دنده ترلاسه کړه او آن د طالبانو( اسلامي امارت ) په پينځوکالو کې په دغه دنده پاتې شو چې په پوره باور ېې دطالبانو حکومت کې په لوړ پوست کار وکړ.

پرافغانستان دامريکا پر مشرۍ د بهرنيو د يرغل او د وحشتونو په دوام چې د پګواش بنسټ لخوا په قطرکې غونډه جوړه شوه او دا دسولې په اړه لومړنۍ غونده وه له هغې راهيسې د مسکو او په قطرغونډوکې ېې فعاله ونډه درلوده چې په خپلو ټولو کړو مرکوکې ېې په افغانستان کې دسولې لپاره خپل غږ پورته کاوه . دافغانستان په اړه چې څه تحليلونه وحيد مژده کړي هغه کټ مټ هغسې را وتلي دي ، په بهرنيو چارو کې دمصروفيت سره سره وحيد مژده خپلو ليکنو ته دوام ورکاوه وحيد مژده ديوه خبريال ديوې پوښتنې په ځواب کې ويلي وو ( که موجوده حکومت دوام وکړي خداې مه کړه افغانستان به ورک شي يانې نوم به ېې ورک شي)

د وحيد مژده په اړه په لنډه توګه ويلي شوچې د افغانستان په پوهانو، تحليلګرو، اوشناندو کې دسپيڅلې عقيدي خاوند او دسالم نظر لرونکې وو ې دهمد عقيدې او سالم نظر په اساس داسلام او افغانستان د دښمنانو لخوا تيرماښام په داسې حال کې چې لمانځه ته روان وو په شهاد ت ورسول شو. (ارواېې ښاده) .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
lفغان دوست
میلمه
lفغان دوست

زه باور لرم چی الله متعال به د شهید مژده
قاتلین به دنیا او آخرت دلیل او خوار کاندی.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

کل نفس ذایقته الموت ؛ هر نفس د مرګ څکونکی دی د میړنو پوهانو، مجاهدینو او شهیدانو مرګ له نورو عادی مرګونو سره د زمکی ااو اسمان توپیر لری. کوم کسان چه دجال ته نزدی وی هغوی ته [ ] یعنی دجال ته ډیر مهم کس دی . نو هغو چه الله ج ته نزدی وی هغوی الله ج ته ډیر اهمیت او درنشت لری. د خلکو د ازلی بدمرغی او نیکمرغی پوری اړه لری، د څو شیبو ژوند د بریښنا په شان تیریږی د دجال په جنتو کی دغه څو شبیی ژوند تیرول د الله ج د رحم څخه… نور لوستل »

A saeed
میلمه
A saeed

شهادت لوي سعادت ده
الله ج دا سعادت ده ته هم وركو
انشاالله
ده شهيد له هري قطري ويني سخه به زرهاو
وحيد مزده بيداكيزي