د بندیانو تبادله

د تبادلې د شرط سره سم طالبانو لس تنه دولتي عسکر سره صلیب ته وسپارل / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د طالبانو بندیانو کمیسون هغه لس تنه دولتي عسکر سره صلیب ته وسپارل چې په دې وروستیو کې يې طالبانو د امریکایانو سره د تبادلې په شرطونو کې موافقه کړې وه.

د نن ټکی اسیا له لوري په نشر سوې ویډیو کې ښکاري چې طالبان هغه لس تنه بندیان چې ځیني يې خپل ځانونه معرفي کوي، په عملي توګه د سره صلیب بهرنۍ عملې ته سپارل کیږي.

ویل کیږي چې دغه بندیان په هلمند ولایت کې سره صلیب ته وسپارل سول او هغوی بیا دولت ته وسپارل سول.

د طالبانو له لوري خوشي سویو عسکرو کې يې ځیني د تیرو درو کلونو څخه په بند کې وه.

د یادونې وړ ده چې درې ورځې وړاندي د دوشنبې په ورځ (۱۸ نومبر) باندي طالب بندیان قطر ته ورسیدل او یوه ورځ وروسته په زابل ولایت کې بهرني بندیان امریکایانو ته وسپارل سول او د تبادلې د توافق سره سم نن لس تنه افغاني بندیان هم په هلمند ولایت کې سره صلیب ته وسپارل سول.

ګمان کیږي چې د بندیانو د تبادلې د ټولو شرطونو د پوره کېدو وروسته به د طالبانو او امریکایانو تر منځ مذاکرات یو ځل بیا پيل سي او ددواړو اړخونو تر منځ د توافقاتو وروسته به بیا د طالبانو او کابل حکومت تر منځ د مذاکراتو لړۍ پیل کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

له تبادلی وروسته د کابل اداره سره مذاکرات، دا د منلو وړ ځکه نه ده، چې د اسلامې امارت دریځ روښانه او هغه دا چې مذاکرات نه، بلکه په یوه افغانې دیالوک کی د ټولو افغانانو برخه اخیستل او د خپل شخصې نظر ورکول، خو یوازی اسلامې امارت به دخپل اسلامې نظام دریځ وړاندی کوی،چې دا د دوي د اتلس کلنی جهاد ثمره او د دوی مشروع حق دی.