ټولنیزه برخه

له مرګ نه مخکې دغه شپږ کارونه ضرور وکړه

ژباړه: فضل باري مشفق

مرګ يو حقيقت دی چې خامخا راتلونکی دی او هر ساه کښ به د مرګ ترخه پياله حتماً څښي، دا معلومه نه ده چې مرګ به کله راځي، مګر دا حقيقت ده چې مرګ به خامخا راځي، خو له مرګ نه مخکې څو کارونه کول ضروري دي.

لومړی: اوس او همدا اوس له الله (ج) څخه د خپلو ګناهونو بښنه وغواړه، ځکه چې هيڅ معلومه نه ده چې مرګ کله راځي، چې موږ ته به د ګناهونو د بښنې فرصت پيدا شي که نه.

دوهم: له مرګ نه مخکې داسې يو کار ضرور وکړه چې له مرګ نه وروسته يې هم تاته اجر او ثواب در رسيږي چې دغه ډول عمل ته جاريه صدقه ويل کيږي، چې ستا له مرګ نه وروسته خلکو ته ترې ګټه رسيږي او تاته يې اجر در رسيږي.

دريم: له مرګ نه مخکې داسې فکر وکړه چې ستا له مرګ نه وروسته خو به داسې څه په دنيا کې نه پاتي کيږي چې د هغې له امله تاته عذاب رسيږي.

څلورم:د مرګ له پاره همدا اوس تياری شروع کړه، چې دنيا دې هم ښه شي او اخرت دې هم ښه شي، يعنې دنيا کې به دې نور خلک له شر او ګناهونو څخه بچ وي او په اخرت کې به دې عذابونه کم شي.

پنځم: له مرګ نه مخکې په دې اړه هم فکر وکړه چې ستا له وجې خو به داسې يو بد عمل په ټولنه کې عام شوی نه وي، چې لا پسې دوام کوي، که چېرته داسې څه شوي وي، همدا نن يې د له منځه وړلو او ختمولو له پاره ګام پورته کړه ترڅو له مرګ نه وروسته تاته پرې عذاب ونه رسيږي.

شپږم: دا معلومه نه ده چې مرګ کله راځي، نو که له تا څخه څوک ناراضه وي او يا دې څوک خفه کړي وي، يا ته چا خفه کړی يې نو د الله (ج) د رضا له پاره يې معاف کړه، ځکه چې الله (ج) معافي کوونکي خوښوي او جنت ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

په داسو مسایلو کی بیا نه بیانزی شته، نه مجاهد او ملګری یی چی تبصری وکړی او توبه وباسی. ما ته چی کله راپور راغی چی ممکن د سرطان په مرض اخته شوی یی نو ماته دوه فکرونه په سر کی راغلل: اول نیمایی قران باید زر تر زره ختم شی، دوم: توان دی درلود خو حج دی ونکړ. الله ته می دعاګانی وکړی چی ماته مهلت راکړه. الله (ج) مهلت راکړ طبی راپور تر دیره ځایه غلط ثابت شو او زه تر اوسه صحت لرم، خو له هغه وخت څخه تر اوسه دادی یو کال تیر شو په امید… نور لوستل »

غ.حضرت

اجمله وروره! الله پاک دی درته روغتیا وبخښی چی هم دین سمبال کړای سې هم دنیا.
کوم د اخلاقو لوی استاد وائي:
داسی متوازن او سالم ژوند ځانته غوړه کړی چی د دنیا په چارو کی ګوندی سل کلن عُمر ته اُمید وار یاستی
او
د معنویت په چارو کی دومره محتاط اوسی چی ګوندی دا مو وروستۍ ښېګڼه او عبادت وی.
په هر حال ، مهمه نده پوه سو چی ( حتماً مرو ) بلکه مهمه داده چی داسی خوږ ژوند غوره کړو چی مرګ هم را ته خوږ وی.

مجاهد

احمل جانه، سلامونه او مننه چه مونږ مو دی نیکۍ ستا تبصری او توبی ته اړباسلی یو. ټول مسلمانان تل باید له الله ج بخښنه وغواړو. د ژوند په اړه خو کتابونه لیکل شوی، کتابخانی ډکی دی، مشفق صاحب هم څه لیکلی بسنه کوی، زمونږ څه لیکل به پری د یوی تبصری د پاره زیات وی، ستاسی په تبصره به څه درسره شریک کړو لمړی خو دا حیرانوونکی چه ډاکتر درته د یوی لابراتواری راپور له مخی د سرطان ناروغۍ خبر او بیا هغه راپور غلط شو ( ښه شو ) طبی اړخ به یی پریږدو. کیدی شی دا یوه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

کل نفس ذایقنه الموت هر نفس د مرګ څکونکی دی په دی کی ټول نباتاتاو حیوانات شامل دی پر ژوندو شیانو سربیره غیر ژوندی شیان یعنی ټول مخلوق فنا کیدونکی دی یواځی څوک چه به تل باقی او ژوندی وی هغه خالق لایزال دی. د خالق او مخلوق لوی توپیر دی. له مخلوق چه حیواناتو او بیا مونږ انسانانو ته خبره راټوله کړو، مشفق صاحب په دی اړه ښکلی ژباړل شوی لیکنه لیکلی الله ج دی اجرونه ورکړی په دی اړه ډیر ایتونه او ډیر حدیثونه او د اسلامی او غیر اسلامی علماوو لیکنو کی زمونږ د پاره پند او… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx