
نعتيه غزل؛ نسيم ايثار
نسيم ايثار
نظر غواړي جنون غواړي رښتیا د محمد
رڼا ویل چې لاس مې دی تر شا د محمد
قیامت دی د شیطان پۀ دنیا جوړ زما پۀ ذات کې
پۀ ذات کې راوستل غواړم دنیا د محمد
باران شو او طوفان د جهالت غرونه یې یوړل
ښکاره چې پۀ اسمان شوله بریښنا د محمد
بس پیل شوه سلسله د ګلابونو غوړیدلو
دې مړې ځمکې چې ولیده مسکا د محمد
زۀ کوڼ نۀ یم غافل یم اوس یې هم اورم ایثاره
تر ځان زیاته پر ما باندې ژړا د محمد