له ټویټر وروسته ګوګل هم سیاسي اعلانونه خپرول بند کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۸ل): ګوګل چې پر انترنیت د لټون تر ټولو ستره سرچینه ده په خپله نوې اعلامیه کې ویلي چې له دې وروسته به د سیاسي اعلانونو خپرول په بشپړ ډول بند کړي.

د برتانیا نشراتي اژانس په وینا ګوګل وایي، د سیاسي مبارزو چلولو لپاره هغه اعلانونه چې سیاسي مخالفین په نښه کوي بندوي.

ګوګل زیاتوي چې ددغه پالیسۍ جریان به په راتلونکې اوونۍ کې له برتانیې هېواد څخه پېل شي او له هغې وروسته به په ټوله نړۍ کې پلي شي.

د سیاسي اعلانونو سربېره ګوګل د غلطو او ګمراه کونکو څرګندونو پر وړاندې هم د فیسبوک سره په ګډه اقدام کول اعلان کړل.

په دې اړه د فیسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ ویلي چې د نوموړي تر ملکیت لاندې ټولنیزه شبکه (فیسبوک) به د سیاسي کاندیدانو لخوا د کوم کمپاین له لارې اعلان نشي خپرولای.

د یادونې ده چې د ټولنیزو رسنیو مشهورې پاڼې ټویټر دوه میاشتې وړاندې په سیاسي اعلانونو خپرولو بندیز لګولی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د