د نړۍ غوره تابعیت لرونکي هېوادونه؛ افغانستان په څوم نمبر دی؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د تابعیت کیفیت معلومولو مرکز (QNI) د نوي راپور سره سم فرانسه د اتم وار لپاره د نړۍ لومړی تر ټولو غوره تابعیت لرونکی هېواد ګڼل شوی دی.

د نړۍ د تابعیت کیفیت ښودنې مرکز چې د هېوادونو تابعیت غوره والی د هېواد داخلي او خارجي کیفیت له پلوه ټاکي ویلي، چې فرانسه د نړۍ لومړی غوره او متحده عربي امارات په منځني ختیځ کې لومړی غوره تابعیت لرونکی هېواد ټاکل شوی دی.

دغه مرکز د هېوادونو ملي هویت په نظر کې نیولو سره د هېواد داخلي لکه، د وګړو هر اړخیز پرمختګ، ثبات، امن او سوله، اقتصادي سوکالي او داسې نور، او بهرني لکه، د سفر ازادي، او پرته له خنډه له هېواده بهر میشت کېدل او داسې نورې وړتیاوې ولري.

یاد مرکز د یوه راپور وړاندې کولو د هر هېواد لپاره تیر عوامل په نظر کې نیولو سره فیصدي ټاکلې چې څومره په دوی پورې اړه لري، په دې سلنه کې افغانستان د نړۍ ۱۵۸ تابعیت لرونکی هېواد ګڼل شوی دی.

په دې لیست کې فرانسه په ۸۳.۵ سلنې سره لومړی مقام لري، په دویم نمبر جرمني او هالینډ هېوادونه دي چې ۸۲.۸ سلنه غوره والی لري، ډنمارک په ۸۱.۷ سلنې سره دریم، ناروی او سویډن په ۸۱.۵ سلنې سره څلورم، آیسلنډ په ۸۱.۴ سره پنځم، شپږم فنلند، ایټالیا اووم، امریکا په ۸۰.۳ سلنې سره اتم، ایرلینډ نهم او اسپانیا په ۸۰سلنې سره لسم غوره تابعیت لرونکی هېواد دی.

راپور زیاتوي، د عربي اماراتو هېواد چې په نړیواله کچه یې تابعیت په۵۰.۳سلنې سره ۴۲م نمبر دی، خو په منځني ختیځ کې دغه سلنه د نورو ټولو هېوادونو څخه پورته ده او لومړی مقام لري.

عربي امارات په تیرو پنځو کلونو کې په یادو شمېرو کې غوره والی موندلی دی، دوی په داخلي امنیت او بهرني پالیسۍ کې غوره والی راوستی چې له امله یې په یاده موده کې ۱۴ نمبره وړاندې والی ترلاسه کړی دی.

د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې قطر د سیمه یېز دیپلوماتیکو شخړو له کبله ۲۵ شاخصه وروسته شوی دی، ددوی تابعیت نړۍ کې په ۷۸م نمبر منونکی دی.

په وروستیو هېوادونو کې سویلي سودان په ۱۵۷ نمبر، افغانستان په ۱۵۸ او صومالیه هېواد په یاد لیست کې په ۱۵۹م نمبر نومول شوی دی.

اروپایي هېوادونه چې په تابعیت لرلو کې تر ټولو وړاندې دي، لامل یې د یو بل پر وړاندې ددغو هیوادونو دوستانه پالیسیو پالل دي، دغه پالیسۍ نه یوازې چې دوی ته سفرونه اسانه کوي بلکې اقتصادي فرصتونو او ودې ته هم لاره خلاصوي.

د پاسپورتونو له پلوه په ۲۰۱۹م کال کې جاپان لومړی هېواد دی چې غوره پاسپورت لري، ددې پاسپورت لرونکی کولای شي د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو ته سفر وکړي، فینلیند، جرمني او سویلي کوریا په یاد لیست کې په دویم نمبر دي چې ۱۸۸ هېوادونو ته پرې سفر کېدلای شي.

بالعکس تر ټولو ناکاره او وروستۍ درجه لرونکی پاسپورت د افغانستان دی چې په ۱۰۷م نمبر کې ځای لري، عراق ۱۰۶م، سوریه ۱۰۵م، صومالیه او پاکستان په یاد لیست کې په ۱۰۴م نمبر کې ځای لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
6 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ترين
میلمه
ترين

که دغه ورور وژنه روانه وه تل به د ليست په اخير کې اوسو

عبدالله
میلمه
عبدالله

ملک مو اسلامی خو کارونه پکشی کفر او فرعون روان دی. شه طابعیت ولی سه چی قسم د الله تعالی په ذات چی د ولس او خپل پر اخرت هم بیریژم. زموژ د کمزوری مسلمانی پته هغوته معلومیژی چی خارجی مسلمانانو سره یی د نژدی اریکی ساتلی وی.
هرسه د خپل بی علمی خخه راپیش دی چی علم وی سترگی خلاصی وی نو بیا به ولی زموژ زوانان په مساجدو کی خپل مسلمان ملت شهیدوی او یا هم د حکومت کی زوانان به ولی د وطن د ساتنی په نامه خپل بیچاره کلیوال شهیدوی.

Mujahid
میلمه
Mujahid

ترین جانه !

د خپلواکی جنګ ته ورور وژنه مه وایه، یو اړخ تد اشغلګر او بلواکه غلامان او بل اړخ ته خپلواک مجاهدین جنګیږی مجاهدین کله هم د بلواکو ورونه نه شی کیدی.

پرون مو د روسانو او افغان کمونستانو سره جنګ وو هغه که ورور وژنه نه وه نو دی ته ولی ورور وژنه وایاست ؟

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زه د وطن پرستی د لفظ اصالت ته عقیده نلرم البته د وطن سره مینه تقریباً یوه طبیعی غریزه ده. افغانستان ظاهراً په پورته لیست کی وروستئ ځای لری خو ددې وروستی مقام او درجې یوازنی علت دا دی چی: د پېړیو پېړیو څخه تر نن ورځی پوری په ډېرو ډګرونو کی د اوچت مقام خاوند دی ، په بله ژبه افغانستان هغی عفیفی او سپېڅلی پیغلی ته ورته دی کوم چی د بشریت ډېرو سترو دښمنانو او خبیثو استعمارګرانو همیشه د تجاوز او مالکیت په نیت خپلی پلیدی منګولی ور غزولی دی خو دا عفیفه پېغله ( په ډیرو… نور لوستل »

زمری سیلاب عزیزي
میلمه
زمری سیلاب عزیزي

غ.حضرت صیب خدای دې اجر درکړي په دا منطقي ځواب. مننه…

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دروند ورور غ حضرت صاحب، زه نه بوهیږم چه دا لمر له کومه راجګ شو یا به داسی ووایو چه د لمړ وړانګی څرنګه ښی خپری شوی . الله ج دی اجرونه درکړی. هو، ستاسی دا خبره چه وطن پرستی شرک او وطن دوستی په هر مسلمان واجب دی چه د خپل ټاټوبی سره مینه ولری حتی مرغان او نور حیوانات څه چه نباتات هم د خپل ټاټوبی سره خوشاله او ښه وده کوی که بی ځایه شی ټولی چاری یی ګدی ودی او د سقوط سره مخ کیږی د خپل ټاټوبی دفاع له خپل ځانه د دفاع حیثیت لری… نور لوستل »

سمیع الله افغان
میلمه
سمیع الله افغان

اللہﷻ دي په افغانستان کي سوله راولي