افغانستان

ارګ: ډونالډ ټرمپ ولسمشر غني ته د امریکا د سفر رسمي بلنه ورکړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ لړم، ۱۳۹۸ل): ارګ وایي، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د کابل حکومت له مشر «اشرف غني» سره د تلیفون له لارې په افغان سوله او وروستیو سیاسي تحولاتو غږېدلی او په پای کې یې نوموړي ته د امریکا د سفر رسمي بلنه ورکړې.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې یاده تلیفیوني مکالمه تېره ورځ په متحده عرب اماراتو کې د ولسمشر غني او ډونالډ ټرمپ تر منځ وشوه، چې پکې د امریکايي پوهنتون د دوو تنو ښوونکو د خلاصون او په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د وروستۍ ماتې په تړاو د دواړو مشرانو تر منځ خبرې وشوې.

خبرپاڼه زیاتوي «جمهور رئیس غني د افغان حکومت د سولې اووه ماده ییز پلان په اړه د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس ته معلومات ورکړل چې په مقابل کې جمهوررئیس ټرمپ د سولې په خاطر د اساسي شرط په توګه پر حتمي اوربند ټینګار وکړ او وې ویل: د دې لپاره چې د سولې پروسه بریالۍ شي، پکې د افغان حکومت مدیریت او شمولیت حتمي دی او باید سر له اوسه پیل شي.»

د خبرپاڼې په بنسټ، د خبرو په پای کې ډونالډ ټرمپ ولسمشر غني ته د امریکا د سفر رسمي بلنه ورکړه، چې د نوموړي له لوري ومنل شوه.


ډونالډ ټرمپ داسې مهال  اشرف غني امریکا ته وربولي، چې طالبان وایي، په ننګرهار ولایت کې یې له داعش ډلې سره د حکومت او امریکا له همکارۍ سره، سره د یادې ډلې ټغر ورټول کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx