ټرمپ او عمران خان په افغان سوله غږېدلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د پاکستان له لومړي وزیر «عمران خان» سره د یوې تلیفوني رابطې له لارې په افغان سوله او د کابل امریکایي پوهنتون د دوو تنو ښوونکو د خلاصون په تړاو خبرې کړې.

د لومړي وزیر له دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې خبرو کې عمران خان د طالبانو له بند څخه د امریکایي پوهنتون د دوو تنو ښوونکو خلاصون د سولې په برخه کې یو غوره ګام بللی او پاکستان یې په دې برخه کې همکار یاد کړی.

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې ډونالډ ټرمپ له خان مننه کړې او تر څنګ یې عمران خان د افغانستان سولې او ثبات ته د پاکستان ژمنتیا تازه کړې او دواړو لورو توافق کړی، چې دې ګډ هدف ته د رسېدو په موخه به ګډه مبارزه کوي.

عمران خان داسې مهال له ډونالډ ټرمپ سره غږېږي، چې څو ورځې وړاندې د امریکایي پوهنتون دوه تنه ښوونکي د طالبانو له بنده او په بدل کې یې درې تنه طالب زندانیان د امریکایانو له منګولو خلاص شوي.

د شنونکو په باور، داسې نښې شته چې ښایي د یادو دوو تنو ښوونکو خلاصون د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو درېدلی بهیر بیا ځلې روان کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

پاکستانی مشران به څه وکولای شی ، هغوی خو دا ۱۸ کاله د امريکی په ساز نڅيږی ، د مځکی ، هوا او د اوبو ټولی لاری يی د افغانستان د بربادی لپاره د ظالمی امريکی په واک کی ورکړیدی ، هرڅه چی امريکا ورته وايی دوی بله چاره نلری بيله دی چی لاس په نامه يس سړ ورته ووايی . ټرمپه ! چی څومره ځان مکرجن او يا هم ليونی وښيی په پای کی به بياهم د طالبانو منی ، خو چی څومره ژر يی ومنی زمونږ او ستاسو دواړو په ګټه ده ، دا پوره زړه ته واچوه… نور لوستل »