ناټو سرمنشي، سټالټنبرګ

ناټو: د امریکايي پوهنتون د ښوونکو خلاصون مو د مذاکراتو بیا ځلې پیل ته نږدې کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» وایي، د طالبانو له بند څخه د امریکایي پوهنتون د دوو تنو ښوونکو خلاصون یو غوره ګام دی او کولای شي طالبان او امریکا د درېدلو مذاکراتو بیا ځلې پیل ته نږدې کړي.

سټولټنبرګ، چې په کابل کې یې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « د امریکايي پوهنتنون د دوو تنو ښوونکو له خلاصون هرکلی کوو او په دې برخه کې له ولسمشر غني مننه کوو، چې دا کار یې ممکن کړ، موږ هیله لرو، چې دا کار به مو درېدلو مذاکراتو بیا ځلې پیل ته نږدې کړي او د افغانستان د کشالي د سیاسي حل لپاره به چوکاټ رامنځته کړي.»

په ورته وخت کې د ناټو ملکي استازي «نیکولاس کي» ادعا وکړه، چې افغان امنیتي ځواکونه د ناټو د همکاریو په مټ ځواکمن شوي او طالبان نشي کولای هغوی د جګړې په ډګر کې مات کړي.

نوموړي ددې ترڅنګ ټینګار وکړ، چې بهرني ځواکونه یوازې هغه وخت له افغانستان څخه وزي، چې د سولې هر اړخیز توافق رامنځته شي او دا توافق یوازې د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې ممکن دی.

یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې د امریکايي پوهنتون دوه تنه ښوونکي «کیون کېنګ» او «تیموتي» د طالبانو له بند څخه د درې طالب زندانیانو په بدل کې خلاص شول.

د یادو بندیانو له خلاصون سره هم مهاله داسې هیلې راوټوکېدلې، چې ښايي د طالبانو او امریکا تر منځ درېدلي مذاکرات بیا پیل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د