خلیلزاد: هیله ده د بندیانو تبادله سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا او طالبانو تر منځ د وروستۍ تبادلې په اړه هیله مندي ښودلې چې دغه اقدامات به د تاوتریخوالي په کمښت او همداسي د سیاسي جوړجاړي پر لور د چټک پرمختګ لامل شي.

خلیلزاد ویلي چې د طالبانو لخوا د لس تنو افغان سرتیرو ازادولو هرکلی کوي او د طالبانو له لوري یې د بهرنیو بندیانو خلاصون د هغوی حسن نیت تعبیر کړی دی.

باید وویل شي چې طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د درو طالب بندیانو خوشي کول مثبت اقدام بللی وو او له خپله اړخه یې هم اطمینان ورکړی وو چې د امریکايي پوهنتون دوه تنه بهرني استادان او لس تنه عسکرو خوشي کولو پروسه په ښه توګه تکمیل شوه.

طالبانو هم څرګنده کړې وه چې دغه پروسه به د اعتماد جوړونې او ښه نیت څرګندولو پر لور ښه پرمختګ ثابت سي چې د سولې له بهیر سره مرسته کولای شي.

ګمان کیږي چې د یادې تبادلې وروسته به امریکا او طالبان یو ځل بیا مذاکرات پيل کړي چې په پای ته رسیدو به یې بالاخیره افغان لوري یو بل ته مخامخ شي.

د راپورونو سره سم امریکایانو د طالبانو سره په هوکړه کې ژمنه کړې چې په ټاکلې موده کې به خپل ټول ځواکونه د افغانستان څخه باسي او طالبانو ژمنه کړې چې د حکومت په شمول د افغاني جهتونو سره به کښينې او د افغانستان د راتلونکي ټول شموله نظام په اړه به ورسره خبري کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د