واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

د وحید مژده شهادت او د سولې د حرکت فرصت

واحد فقيري

که چیري سوله پاله او اګاه افغانان واقعا د وحید مژده د روح خوشحاله کول غواړي، هغوی باید د هغه شهادت د سولي او امن لپاره په یو ستر ولسي حرکت باندي بدل کړي.

ځکه وحید مژده واقعا د سولي ارمانجن وو. د سولي او اجتماعي عدالت لپاره يې مبارزه کوله، او پدې لاره کي يې زیات دوښمنان پیدا کړي‌ ول.

د وحید مژده شهادت باید د سولي د مبارزې لپاره یو ستر فرصت وګڼل سي، او د افغان ولس د بسیج، منظمېدو، او علني جد و جهد د کولو سبب وګرځي.

وحید مژده باید د نورو شهیدانو په څېر په چوپه خوله خاورو ته و نه سپارل سي. بلکي د هغه شهادت باید د سولي لپاره په یو ستر ولسي موج باندي بدل سي. د یوه جوړونکي مدني اعتراض آغاز سي.

د وحید مژده جنازه باید د ارګ او امریکا سفارت مخته تېره سي، او په دواړو ځایونو کي د سولي او امن شعارونه ورکړل سي. ارګ او د امریکا سفارت ته باید دا وویل سي چي د افغان ولس حوصله نوره ختمه سوې ده. او افغان ملت د سولي اصلي غلیمان تشخیص کړي دي.

هغه اقوام چي د خپلي ازادۍ او سولي شهیدان په مدني او سوله ایزو سیاسي مبارزو باندي لمانځي، هغوی مدام ژوند او سرلوړي پاته کېږي. هغوی نه مایوسه کېږي، بلکي له هر فرصته استفاده کوي، او د عمل او مبارزې میدان ته ور دانګي.

هوښیار او اګاه ولسونه خپل غمونه او تراژدۍ په فرصتونو بدلوي.

د وحید مژده شهادت هم باید د سولي او امن په فرصت بدل سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عادل عادل

ای کاش همداسې شوي وای

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x