نظــر

د وحید مژده کیسه له کومه ځایه پیلیږي؟!

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

بالاخره د هیواد مشهور ژورنالیست او برلاسی تحلیلګر احمد وحید مژده هم د بیان د آزادي د قربانیانو له قافلې سره یوځای او مظلومانه ووژل شو.
په کابل کې د حاکم نظام د امنیت تر سیوري لاندې د نوموړي په نښه کول دا ثابتوي چې مژده فقط د خپلو واقعبینانه نظریاتو د اظهارولو په جرم ووژل شو ، کنه نور خو یې نه له چا سره شخصي دښمنې لرله او نه هم د پټي او ښار ګوټي پر سر منازعه.

ښاغلی مژده هم لا له وړاندې پر دې پوه و چې د اشغال او اختناق په وړاندې غږ اوچتول ورته د سر په بیه تمامیږي ، خو پروا یې ځکه نه لرله چې ده ته د خپلې قضیې صادقانه ترجمانې او له هغې څخه دفاع تر خپل ژوند مهمه او سپیڅلې وه.

همدا وجه وه چې په هرمناسبت او فرصت کې به یې اشغال غانده او په دې لاره کې یې د هیچا د هیڅ ډول ګواښ او اخطار پروا نه لرله.

شهید مژده زه له کال ۱۳۶۷ه ش څخه په مکتب الخدمات کې د نوموړي د کار کولو له وخته راهيسې پیژنم.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال مو اړیکې لاسره نیږدې او تعارف قوي شو.

د طالبانو تر سقوط وروسته یې یوه ورځ د طالبانو په اړه د خپل لومړني کتاب ( افغانستان و سلطه پنج ساله طالبان) د کتلو لپاره کورته د ورتلو بلنه راکړه، هغه مهال یې کور د کابل په کارته پروان سیمه کې و، تصادف زما له ورتګ سره فضل احمد معنوي او حفیظ منصور هم د نوموړي کورته راغلل، ما او هغوی نه سره پیژندل خو مژده صاحب زه د خپلو دوستانو له جملې ور وپیژندلم.

د مجلس په ترڅ کې ما له شهید مژده څخه د طالبانو تر سقوط وروسته د کابل د وضعې په اړه نظر وغوښت.

ده په ځواب کې راته وویل چې د کابل وضعیت ډیر ځوروونکی دی، خدای تعالی دې خیر کړي چې آخیر به مو د ولس او هیواد پایله څه وي؟

له دې سره ولاړ شو او د کور له بلې کوټې یې په یوه سپینه ټوټه کې تاوکړی قران کریم راوړ چې د سر او آخیر پاڼې یې شکیدلې او څیرې شوې وې.

ده ویل چې دا قرآن کریم راته زمونږ د دفتر مستخدم راکړ او ویل یې چې د دفتر پاکولو پر مهال مې تر میزونو او چوکیو لاندې پیدا کړ چې هلته چا همداسې په بې احترامۍ سره پاڼې، پاڼې غورځولی و.

مژده ویل چې تاسو له دې اټکل وکړئ چې خارجه وزیر( ډاکټر عبدالله) چې ځان مجاهد او یوه جهادي ګوند ته منسوب بولي او په وزارت کې یې د قرآن کریم دا حال وي، په نورو هغو وزارتونو کې چې له غربه راغلي وزیران ورکې حاکم دي د اسلامي شعائرو او مقدساتو وضعیت به څه وي؟!

د قرآن کریم د لیدو دغه صحنه ډیره سخته او له تأثره ډکه صحنه وه چې هرڅوک یې په لیدو ځوریده.

له دې وروسته د اشغال په تیر (۱۸) کلن جریان کې چې به کله ما د هیواد د حالاتو په اړه د شهید مژده لیکنې او څرګندونې لیدلې یا اوریدلې د هماغه شکیدلي قرآن کریم تأثر به ورکې له ورایه لیدل کیده.

شهید مژده یواځي د امریکايي اشغال خلاف منفي تأثر نه درلود ؛ بلکې تر هغه وړاندې یې د شوروي اشغال خلاف هم خپل فکر او قلم د شوروي اشغالګرو خلاف کاراوه، خو هغه مهال چې امریکايي مصالح د (جهاد) په حمایت کې نغښتي وو نو مژده د آزادۍ او جهاد د لارې یو منلی او ستایلی لیکوال و.

مګر اوس چې د شوروي اشغالګرو ځای امریکايي هغو نیولی او پرخلاف یې غږ پورته کول د بیان د آزادي په معاصر قانون کې ترهګري ګڼل کیږي ، نو هماغه پرونی ستایلی او منلی لیکوال مژده نن د خپلو لیکنو او شننو له وجې، څارل کیږي ، ګواښل کیږي او بالآخره وژل کیږي.

شهید مژده د هیواد د معاصر ژورنالیستي ډګر یو لا پروا او بې ریا شهسوار و.

که چیري هغه د نړۍ په کوم بل هیواد کې وای نن به هغه د هیواد په کچه یو ملي شخصیت او د خپل مسلک اتل و.

د هیواد له حاکمو نظامونو سره مخالفت یواځې په اخلاقي او علمي فقر اخته نظامونو کې جرم او مخالفین یې وژل کیږي، کنه په نړۍ حتی په امریکا او برتانیا کې چې په خپلو مستعمراتو (افغانستان، عراق ) کې د خپل فکر مخالفین ګواښي او وژني د حاکمو نظامونو داسې مفکر مخالفین او ژورنالیستان شته چې د نړۍ په کچه د بیان د آزادي اتلان بلل کیږي.

د بیلګې په توګه نوم چومسکي (Noam Chomsky ) مشهور امریکايي لیکوال چې د سپینې ماڼۍ د سیاستونو سرسخت مخالف او د ویتنام په اړه یې د امریکايي سیاست په نقد کې کتابونه لیکلي ، مګر د دې باوجود هغه د خپل مسلک او وړتیا له مخې په امریکا او ټوله نړۍ کې داسې شخصیت دی چې په نوم یې خاص مډالونه جوړشوي ، د فلسفي او لسانیاتو د علم پلار او د تحلیل په برخه کې تر ټولو غوره شخصیت ګڼل کیږي، تقدیر یې کیږي او په خاصو جوائزو ویاړل کیږي.

همدا راز د نړۍ بل مشهور شخصیت او شنونکی برتانوي ژورنالیست رابرت فیسک دی چې د منځني ختیځ په اړه د برتانیا او امریکا د بهرني سیاست سرسخت مخالف او منتقد دی او په دې اړه یې دری ټوکه مهم کتاب ( د پرمختګ تر پلمې لاندې جګړې) په نوم لیکلی.

رابرت فیسک د غربي مشهورو ژورنالیستانو په جمله کې یواځینی شخص دی چې له اسامه بن لادن سره یې مرکې کړي او اسامه به هم د امریکا او انګلستان د ناسمې پالیسۍ په اړه په خپلو څرګندونو کې د رابرت فیسک پر کتابونو حواله ورکوله.
خو بیاهم انګریزان پر رابرت فیسک ویاړي او هغه د ژورنالیزم په ډګر کې د خپل هیواد اتل ګڼي.

مګر زمونږ په هیواد کې د مژده په څیر مسلکي شخصیتونه د تقدیرولو په ځای تهدید او بالاخره وژل کیږي.

له دې څخه ښکاري چې څوک چې د مژده او د هغه په څیر د نورو مسلکي ژورنالیستانو او شنونکو د سالم نقد ځواب په مرمي ورکوي هغوی اصلا د منطق او استدلال مفلسین دي.

هغوی اصلا په منطقي لحاظ څه نه لري چې د خپلو فکري مخالفینو مقابله ورباندې کړي.

ځکه ورته نه ولسي اتلوال شخصیتونه ارزښت لري او نه هم د هغوي مسلکي وړتیا.

اوس چې په منطقي فقراخته توپک والو مژده د توپک په مرمۍ وویشت هغه یې مړ نه ، بلکې ابدي او د هغه فکر ، قلم او سپیڅلې داعیه یې جاویداني کړه.

خو په منطقي او اخلاقي فقر اخته توپکیان باید پوه شي چې که په وژلو او وحشت سره فکري مقابله ګټل کیدای شوی نن به ستاسي له لاسه د با احساسه مژده د وژلو اړتیا نه وه ؛ بلکې ستاسي مخالفین به نن ټول په فنا محکوم او فقط تاسو به د جاهلیت د خفاشانو په څیرد هیواد پر تاریکي فضا مسلط وئ!

د اشغالګرو او د هغوی د بیسواده ملاتړو مخ دي تور او د شهید مژده علمي او فرهنګي کارنامې دې تلپاتې وي…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

الله یی شهادت قبول کری او دهغه قاتلین رسوا و تباه کری آمین.

الحاج استاذ بیانزی

ثاقب صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ ! ډیره مننه چه د شهید مژده د شهادت عوامل او دلایل مو لیکلی زه به هم څه ورسره زیات کړم : مژده شهید د غلام غنی په واسطه او د ترمپ په قومانده د شهادت سپیڅلی هغه مقام تر لاسه کړو چه الله ج پری ویاړنه کوی ملایکی مخاطب کوی، فرمایی [[ دا هغه انسان وو چه د فساد او بی ګناه وینو تویولو د مخنیوی د پاره یی خپلی وینی توی کړی ) نو ځکه ورته تاسی باید سجده کړی وی یعنی تر تاسی یی منزلت او مقام لوړ دی… نور لوستل »

اجمل

بیانزی ته: یی چاپلوسه ترمپ ولاکه پری خبر هم یی. دا ټول د طالبانو د جهالت له وجی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x