شعـــــرونه

د سولې او ازادۍ شهيد ته! استاد محمد زمان مزمل

استاد محمد زمان مزمل

ته شهید شوې مژده ولاړې
د جومات او کور تر غاړې
شهادت دې مبارک شه
ته به نور څه له رب غواړې

د قلم د جنګ سنګره
په سینه ټپي جعفره
د عمر د کمپ سرلارې
څنګه ولاړې ناببره
بینوا کړو نامردانو
ستا د لیکو ستا د ژباړې

زه پښتون چې په تا ژاړم
یه تاجکه مسلمانه
بې له تا ورځې ترخې شوې
په تاجکو کې افغانه
د ایمان زیری مې واخله
نن هر قوم چې په تا ژاړی

د ملا جومات په ننګ کې
په بدۍ د بد پرنګ کې
خپل الله ته مژده ستون شوې
په دا خپلو وینو رنګ کې
په تا منی پسرلی شو
د تمین د باغ په غاړې

یه د یو لورکۍ پلارجانه
یه د یو زوکي پلار جانه
چا چې کور د تا په غم کړ
څنګ به خلاص شي د الله نه
هغه هم ستا په شان دی
ستا پشان به یې غم نغاړې
پردي ژاړي خپلوان ژاړي
ستا پر قبر یاران ژاړي
د مژده اخر سفر دی
له رحمته اسمان ژاړي
نوراني دې په مزار شوې
د تمین د مزار تراړې

یاران مات شول ته مات نشوې
چاته ټیټ او هم مات نشوې
په زربه زربه ټوپان کې
خیرات شوې خو ېسوغات نشوې
بازګړه افغانستان کې

نه ضایږي پردۍ خراړې
که تاجک ؤ زمونږ د کور ؤ
د ایمان پکې پاک شور ؤ
چې شهید شوې مونږه پوه شوه
په مژده کې څومره زور ؤ
ستا زخمي ارمان به پالو
که ته ولاړې پخیر ولاړې
د قلم د سړو سره
د وطن د سینې سپره
د کوژکه تر پامیره
د خمیابه تر خیبره
د قاتل په کور دې اورم
د ژړا په ځای غړمبارې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x