افغانستان

ټرمپ: له طالبانو سره د سولې په هوکړه کار کوو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وایي، له طالبانو سره د سولې په هوکړه کار کوي او په دې هیواد کې د خپلو پوځیانو شمېر راکموي.

ټرمپ، چې له فاکس نیوز سره یې د تلیفون له لارې خبرې کولې، وویل « موږ له طالبانو سره د سولې په  هوکړه کار کوو، وبه ګورو چې په لنډ وخت کې څه کېږي، تېر ځل هم موږ له دوی سره هوکړې ته نږدې شوي وو؛ خو دوی د خلګو وژلو ته دوام ورکړ او موږ ورسره مذاکرات لغوه کړل.»

نوموړي زیاته کړه « طالبانو تېر ځل ددې لپاره، چې له یوه قوي دريځ څخه مذاکرات وکړي، د خلګو وژلو ته دوام ورکړ، دوی دوولس نفره ووژل ؛ خو ما له دوی سره مذاکرات او لیدنه لغوه کړل.»

د ټرمپ په قول، نوموړی به د سوریې په څېر له افغانستان څخه هم خپل عسکرکور ته راستانه کړي.


ټرمپ داسې مهال له طالبانو سره د  هوکړې د ترسره کېدو له نویو هڅو خبر ورکوي، چې له طالبانو سره د نوموړي د ټيم نهه میاشتني مذاکرات څه موده وړاندې دده له یوه ټويټ سره په داسې حالت کې لغوه اعلان شول، چې دواړه لوري د شوي توافق لاسلیک ته نږدې شوي وو .

د مذاکراتو له لغوه کېدلو وروسته طالبانو په بیا، بیا د افغانستان د کشالې سیاسي حل ته خپله ژمنتیا یاده کړه او ویې ویل، چې هغوی لا هم له امریکایانو سره په کړو ژمنو ولاړ دي او تیار دي د مذاکراتو مېز ته بیا ځلې وروګرځي.

د شنونکو په باور، امریکا له طالبانو سره د مذاکراتو د لغوه کولو له لارې غوښتل، هغوی تر فشار لاندې ونیسي او د خپلو غوښتنو منلو ته یې تیار کړي؛ خو کله، چې یې دا ګام بې ګټې ولید؛ نو  هڅه وکړه، د درېدلو مذاکراتو بیا پیل ته یوه پلمه ومومي.

څو ورځې وړاندې د انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید په بدل کې د طالبانو له بند څخه د امریکايي پوهنتون د دوو تنو ښوونکو خلاصون دا باور نور هم غښتلی کړ، چې د طالبانو او امریکا تر منځ درېدلي مذاکرات به بيا پیل کېږي او امریکا به د همدې پلمې له لارې له طالبانو سره خبرو ته داخلېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

کفر کوم کنځل نه دی د تخم او یا حق پټولو ته کفر وایی. حریص انسانان د مظلوم بشریت د استثمارولو د پاره له حق پتونی ( غلا، دروغ، او درغلنو ) څخه استفاده کوی. د الهی نظام د مخنیوی د پاره یی د سپټمبر یوولسمه نړیواله فاجعه چه د څه کم دری زره بی ګناه امریکایانو زوند یی پکی په دی قربانی کړو چه په غچ اخستنه یی د اسلامی نړی ضد صلیبی جنګونه پیل کړی ، د هغه لوی فاجعی دپاره یی له هر دول دروغو، غلا او درغلیو کار واخست په پلمه یی په افغانستان او عراق… نور لوستل »

عبدالواحد

هرمملکت اوملت یی حق لری پخپل ملک کی خپل دین خپل کلتوراوقانون دخپل اکثریت په خوښه وټاکی دهمدغه کفاروپه ملګرتیازموږبیننګو،خودپرستوموږله علمه پاته کو کنه موږته الله تردوی ښه زهنیتونه اوطبعی هستی راکړی ده که موخپل بیننګواوخودپر ستو دانګریزانوپه کومک دعلمه اوطرقۍ نه وای منع کړی موږبه نن هم لکه شمالی کوریا دغسی اصلحه درلودای دامریکا اوروس متاجاوزوزموږطرف ته نسوکتلای ولی چه په موږ کی به دجهاداسلامی جزبه هم وه،اوس هم که موږقرآنکریم ښه په ترجمه ووا یو(زموږدغه موجوده دینی عالمان عالمان ندی چه مکتب یی نوی ویلۍدقرآنکریم دترجمی صحیح تعبیر نسی کولای دوی ټول اسلامی علوم دکادیانیانواووهابیانو له غلطولیکلو سوو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x