نړۍ

کوټه: د بلوچستان پوهنتون د اسلامی علومو ښونکی پرفیسر دشتیاري ووژل سو

Balochistan-university-dashtariنن ټکی اسیا: نن د بلوچستان یونیورسټي (پوهنتون) د اسلامي علومو ښوونکی پروفیسر دشتیاری په مخامخ ډزو سره ووژل شو.

پروفیسر دشتیاری د کوټي ښار پر سریاب روډ باندي د نامعلومو وسله والو له خوا په مخامخ ډزو کې ټپي شو، او روغتون ته ورسول سو خو د سختو ټپونو له کبله يې هلته ساه ورکړه.

پروفیسر دشتیاري چي په خټه بلوڅ او د بلوچستان یو تکړه لیکوال او شاعر  وو،

۲۴ کتابونه يې په بلوڅي ژبه په مختلفو موضوعاتو لکه شعري ټولګی، تاریخ او ژباړي لیکلی..

نومړي د کراچي په ښار کې د ملیر په سیمه کې دبلوڅي ژبي تر ټولو غټ کتابتون جوړ کړ.

په دغه کتابتون کې د بلوڅ قوم پر ثقافت او ژبي باندي لیکل شوي شاوخوا یو نیم لک کتابونه را ټول کړي دي.

صبا ورځ به د نوموړي دمړیني له کبله دبلوچستان یونیورستي بنده وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x