نظــر

مېړونه مري، خو کیسې یې پاتې کېږي

عبدالستار سعادت

د ستراتیژیک تړون تر لاسلیکېدو یوه اونۍ وروسته د امریکې سفارت ته وروبلل شوي وو. زه لږ څه ناوخته ورورسېدم، یونس فکور لګیا و، زما ستړي مه شي یې د خبرو سلسله ورپرې کړه، څو شېبو کې یې بیا دوام ورکړ. هغه د دې تړون انعقاد د افغانستان د تراژیدۍ پای وباله، دومره خوشحاله و چې په خبرو کې یې معلومېده چې تر ټولو ښو لفظونو پسې ستومانه دی چې ویې کاروي. البته دا یوازې فکور نه و، ډېرو هغه مهال داسې فکر کاوۀ چې د ستراتېژیک او ورپسې د امنیتي تړون لاسلیکول به نه یوازې جګړه ختموي، بلکې مونږ به لږ تر لږه په یوه – دوه لسیزو کې جنوبي کوریا ته ورته هېواد یو؛ لږ وو داسې کسان چې په دې کې یې شک درلود او یا یې اوسنی وضعیت تحلیلولای شو. د فکور د ډېرو غوړو خبرو نه وروسته چې د غوړه مالۍ پولې یې نړولې، د شهید وحید مژده نوبت شو. هغه ماته مخ راواړوۀ چې زه باید خبرې وکړم. ما ورته کړل: نوبت ستا دی او حقدار هم ته یې (مشر یې)؛ خو، هغه وویل چې زما خبرې به ترخې وي، ښایي د مجلس فضاء بدله کړي، ته یې پیل کړه.

زما خبرې تُندې وې، مګر د پوښتنو په قالب کې مطرح شوې؛ لکه: ما وویل: وسلوال مخالفین ستاسې موجودیت د جګړې لامل بولي، دې لپاره دیني دلایل مطرح کوي، د افغانستان خپلواکۍ سره مو موجودیت په تناقض کې بولي او… آیا تاسې خپل موجودیت سولې سره پُخلا کړی دی؟ که نه وي، دا تړون به جګړه لا تشدید نه کړي او…

مژده چې نوبت واخېست، ستراتیژیک تړون یې د دایمي جګړې دلیل وبالۀ، د امریکایانو په نیت یې شک ښکاره کړ چې ګویا هغوی د جګړې ستراتېژي پالي، د جګړې د ختم اراده نه لري او دا تړونونه یوازې بدمرغۍ راوړي، زمونږ په کې هېڅ خیر نشته دی. هغه یې خپلو خبرو ته دلایل هم لرل چې یو، یو یې وشمېرل. د هغه خبرې چې خلاصې شوې، یونس فکور بیا ګوته پورته کړه او ویې ویل چې دوه درې خبرې کول غواړي. فکور د مژده خبرې د پاکستان او ایران موقف وبالۀ او د دې ادبیاتو خاوندان “د تړون مخالفین” یې د هغو دواړو هېوادونو اېجنټان وبلل. مژده وغوښتل د فکور ځواب ورکړي، مرستیال سفیر”چې دروند او با وقاره سړی و” په مؤدبانه انداز وویل: که مجلس ته داسې دوام ورکړو، مېرمنې به احساس کړي چې د دوی حق ته درناوی ونه شو، دوی چې خبرې وکړې، بیا نوبت واخله.

فاطمه عزیز او ډاکټر شکیلا (چې دواړه وکیلانې وې) لنډې وغږېدې، خبرو کې یې احتیاط وکړ؛ داسې چې مخالفت او موافقت ترې نه شو استنباطېدلای.

نوبت بیا د مژده شو: ښاغلی مرستیال سفیره! ما چې کومې خبرې وکړې، په دلایلو مې وکړې او هغه د یوۀ افغان موقف دی. دا ښاغلی چې دلته ناست دی (فکور ته یې اشاره وکړه)، دا د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې غړی او د هغوی د واکمنۍ پر مهال د هرات والي پاتې شوی دی. زه به یې په جنایاتو نه غږېږم، خو؛ دا چې کوم څه تاسې ته وایي، کټ مټ یې همدا خبرې هغه مهال روسانو ته هم کولې، هغوی خو یې غرق کړل، تاسې به هم غرق کړي. خبره لانجې ته تله چې کننګهم وویل: زما بل مجلس پیلېږي، ستاسې د راتلو نه واقعاً منندوی یم.

له دې مجلس نه څه موده مخکې د انګلستان سفارت په کوم مناسبت افغانان دعوت کړي وو، هلته هم یونس فکور “د نورو افغانانو مخکې” د بریتانیا سفیر ته ویلي و: زمونږ نیکونو بد کړي و چې تاسې سره یې جګړه کړې وه، که هغوی دا اشتباه کړې نه وای، مونږ به یو پرمختللی هېواد درلود. نو هغه جګړه خپل افتخار نه، بلکې ځان لپاره ننګ بولو.

نور افغانان په فکور راپورته شوي وو. انګرېزان خو هوښیار خلک دي؛ غیر مستقیم یې د هغه خبرې رد کړې وې او موضوع یې بدله کړې وه.

وایي: مړونه مري، خو کیسې یې پاتې کېږي. مژده لاړۀ؛ خو د خپلو اصولو مطابق یې ژوند وکړ او په خپلو باورونو یې ځان قربان کړ. هغه هوښیار، مؤدب او متین بنیادم و. د خپل په انجام هم پوهېدۀ؛ مګر هغسې انسانانو ته خپل روح یوه کوچنۍ ډالۍ ښکاري چې خپل ارمان ته یې ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

مونږ مسلمان افغانان هر یو ملاعمر او وحید مژده جوړ شو الله ج دی ورله شهادت قبول کړی

خپلواک

مــــننه!درسره موافق ځکه یم چې حالات هداسي وايي لکه ته

ابو محمد الفاروقي

الله ج د شهيد احمد وحيد قبر د جنت باغجه وكرزوي
يقين وكه هيس مي ملاقات ندي ورسره كري

لكن فه جداي ي دير زيات خفه يم

رختيا واي :
سل و ومره خو د سلو سر د مه مره
سياسي نابغه ????

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x