نړۍ

اليس ويلز: چين د افغانستان سولې او ثبات لپاره ګټور ګامونه نه دي پورته کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): جنوبي اسیا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز ويلي، چين تر اوسه د افغانستان سولې او ثبات لپاره کوم ګټور ګام نه دی پورته کړي.

د اليس ويلز په وينا، چين غواړي د افغانستان بحران کې مرسته وکړي، خو امريکا تر اوسه د دې مرستې کومه نښه نه ده ليدلې.

د بهرنيو چارو وزارت مرستياله زياتوي، چې چين د مس عينک کان د ايستلو لپاره ژمنه کړې وه، خو تر اوسه يې دا ژمنه هم نه ده عملي کړې.

هغه وايي، چين بايد په افغانستان کې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي او د سولې په برخه کې له امريکا او نړيوالې ټولنې سره مرسته وکړي.

اليس ويلز دا څرګندونې په داسې حال کړې، چې ټاکل شوې، په لنډ راتلونکې کې د چين پلازمينې بيجينګ کې د افغانستان سولې په تړاو بین الافغاني ناسته ترسره شي.

ټاکل شوې وه، چې دغه ناسته په تېر اکتوبر کې ترسره شي، خو د ګډ حکومت له لوري دغې ناستې کې د ګډونوالو پر سر د اختلاف له امله تر اوسه دغه ناسته ځنډول شوې ده.

حکومتي سرچينې وايي، د ګډ حکومت د مشرتابه تر منځ اوس هم د چين بین الافغاني ناستې کې د ګډونوالو په سر اختلافات روان دي او تر اوسه کومې پرېکړې نه دي رسېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

هو، دا خو یواخی امریکا ده چه د افغانستان او ټولی نړی د ثبات او سولی دپاره کی یواځنی او ځانګړی هیواد دی چه جټک او پرله پسی ګامونه پورته کوی هلی ځلی ،وسی او هڅی لری د همدی موخی د پاره نړی کی په شمار ۸ سوه نظامی بیسونه لری او به دری سوه تاریخ کی یی د نړی په هیوادو دوه سوه ځلی خونړی جګړی تر سره کړی او ترسره کوی په ځانګړی ډول افغانستان خو یی د سترګو تور دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x