نړۍ

امريکا: هند دې په افغانستان کې خپلو ودانيزو پروژو ته دوام ورکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، هند دې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او هلته دې خپلې ودانيزې پروژې جاري وساتي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت کې د افغانستان د څانګې مسؤولې نينسي ايزوجيکسن ويلي، په افغانستان کې د پانګونې او مرستې په اړه امريکا د هند د هڅو ملاتړ او هرکلی کوي.

د واشنګټن په هډسن انيسيټيوټ کې افغانستان کې د هند د فعاليتونو په اړه يوې ناستې د وينا پر مهال ايزوجيکسن وويل، چې امريکا د هند د دغو هڅو ملاتړ کوي او دا هيله لري، چې هند دې د افغانستان ښه راتلونکي لپاره په دغه هېواد کې خپلو ودانيزو چارو او پروژو ته دوام ورکړي.

هند له ۲۰۰۱ کال راهيسې پر افغانستان د امريکايي یرغل له پيله د کابل ادارې ملاتړی دی او تر اوسه يې په افغانستان کې درې ميليارده ډالر لګولي دي.

امريکايي چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې امريکا له طالبانو سره د سولې خبرو بيا پيلېدو په درشل کې ده او که د سولې دغه تړون لاسليک شي، ټول بهرني عسکر به له افغانستانه ووځي.

امريکا غواړي د افغانستان سولې او د بهرنيو پوځيانو د ايسلتو په اړه د پاکستان مرسته ترلاسه کړي، خو پاکستان وايي، له امريکا سره په دې شرط مرستو ته چمتو دی، چې هند به په افغانستان کې هېڅ ډول پوځي او سياسي فعاليتونه نه ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

د هند مرستی د پاکستان له مرستو سره مقایسه کړی. پاکستان مونږ ته بیغره له مرګ، وژنی او انتحار نه نور څه ندی راکړی. زمونږه په سرحدو یی تجاوز کړی، پښتانه یی د اغزن تار په وسیله یو له بل څخه جلا کړی، د دیورند د کرښی هخوا ګورو چی پر پښتنو څه حال دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x