ځانګړي راپورونه

پاکستان کې د «سي پيک» اقتصادي پروژې په اړه د چين او امريکا ناندرۍ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): جنوبي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز په پاکستان کې د چين له لوري پر «سي پيک» سترې اقتصادي دهلیز پروژې نيوکې کړي او دا يې د پاکستان په زيان بللې ده.

اليس ويلز د واشنګټن په يوه څېړنيز مرکز کې د وينا پر مهال ويلي، پاکستانيان بايد د سي پيک اقتصادي دهليز په اړه پوښتنې او څېړنې وکړي او د دې پروژې  شفافيت په اړه غږ پورته کړي.

جنوبي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله اليس ويلز

د هغې په وينا چين په نړۍ تر ټولو زيات پور ورکوونکی هېواد دی، خو د پورونو ورکولو شرطونه يې روښانه نه دي او سي پيک افتصادي پروژه يې په اوږد راتلونکي کې د پاکستان په زيان بللې ده.

اليس ويلز وايي، که پاکستانيان وغواړي، نو امريکا چمتو ده، د چين اقتصادي پروژې پر ځای هلته داسې پانګونه وکړي، چې د پاکستان اقتصاد ورسره قوي شي.

د هغې په وينا، امريکا پاکستان ته د يوه غوره اقتصادي شريک په سترګو ګوري او د امريکا د سوداګرۍ وزارت پنځلس کسيز پلاوی به راتلونکی کال پاکستان ته سفر وکړي.

خو چين د امريکايي چارواکو څرګندونې رد کړي دي.

په اسلام اباد کې د چين سفير ياو جينګ تېره ورځ په يوه غونډه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې څرګندونو ته په اشاره ويلي، چين له پاکستان سره اقتصادي مرستې کوي، دغه مرستې له کوم حکومت سره نه، بلکې د پاکستان له ولس سره دي.

په اسلام اباد کې د چين سفير ياو جينګ

د چين سفیر زياته کړې، په ۲۰۱۳ کال کې، چې پاکستان د انرژي له سخت بحران سره مخ و، هغه مهال امريکا چېرته وه او ولې يې د پاکستان مرسته نه ده کړې.

د چين د پورونو په اړه د اليس ويلز په ځواب کې ياو جينګ وويل، پاکستان ته يې دغه پورونه په ښه نيت ورکړي او تر هغو به يې ترې ونه غواړي، تر څو پاکستان له ترينګلو اقتصادي حالاتو وتلی نه وي.

د چين سفير زياته کړې، چې امريکا د خپلو ګټو او لومړيتوبونو په رڼا کې ولې پر پاکستان خپلې مرستې بندې کړې وې او په سخت حالت کې چين لاس ورکړی دی.

د پخواني لومړي وزير نواز شريف د واکمنۍ پر مهال چين په پاکستان کې «د سي پيک» اقتصادي پروژې لپاره د ۵۳ ميلياردو ډالرو پانګونه کړې، چې د نړۍ په کچه تر ټولو ستره اقتصادي پروژه بلل کيږي.

چين او پاکستان وايي، له دې پروژې سره به د چين سربېره د پاکستان اقتصاد هم غښتلی شي او لکونو پاکستانيانو ته به په کې د کار زمنيه پيدا شي.

په ۲۰۱۴ کال کې د يادې پروژې د پيل پر مهال د امريکا د دفاع وزير جيمز مټیس پر سي پيک نيوکې کړې وې او دا پروژه يې د امريکا د ګټو خلاف بللې وه او د پاکستان د هغه مهال پر لومړي وزير نواز شريف يې فشارونه وارد کړي وو، تر څو له دغې پروژې لاس واخلي، خو نواز شريف د امريکا فشارونو ته غاړه نرمه نه کړه او په خپله يې د يادې پروژې مديريت کاو.

ويل کيږي، چې نواز شريف د سي پيک پروژې له امله د امريکا د فشارونو په پایله کې له دندې ګوښه شوی او د عمران خان د واکمنۍ پر مهال دغه پروژه له کمزورۍ او سستۍ سره مخ ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

سره د دی چه نظم نوین جهانی د اضلاع متحده په جوړولو او د نړیوال حکومت تاسیسولو د پاره یی پری اوږدمهاله پانګونه کړی، داسی یی جوړه کړی چه د نړی په وچه او لمده کی نظامی بیسونه لری، په اکثریت هیوادو کی پیاوړی استخبارات او شخصی زندانونه او نظارتونه لری او …… دا ټول د دی د پاره چه مظلوم بشریت د قانونی استثمار لاندی راولی یعنی د زمکی خدایی تر لاسه کړی . الله ج د خدایی دعوی کونکو ته وخت او څو ورځی چانس ورکوی چه لا توبه وباسی او لا یی د جرایمو دوسیه ښه پسی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x