نظــر

په مړه ملت د ښکرورو غوغا

حامد حقمل

که موږ ریښتني حقیقت ته لاړ شو هېواد مو له بده مرغه سخت له بحران سره مخ دی حکومت دومره بې پروا شوی چې حد نه لري،  کوم اړخ یې چې سپړې بس ویراني ده پکې؛  په کوم اړخ یې سړی وژاړي دلته حکومتي چارواکي د دې په ځای چې ملت لپاره اسانتیا یا هم خپله دنده په سمه توګه تر سره کړي،  خو هر څه برعکس روان دي.

حکومتي چارواکي یوازې د چوکۍ په سر را اخیسته ملت ترې پاتې دی،  د تعصوبونو قوم پرستۍ ژبني تععصب  اوج ته پکې رسېدلی او همدا حکومت  د دې تعصوبونو ځاله ګرځېدلې ده!

ټاکنې ګوره چې نوماندان یې یوازې په شخصي ګټو څرخوی  ملت ترې هېر دی؛ والله که یو داسې کس وي چې ملت د دا طمعه ترې ولري چې ګواکي دا کس وړ کس دی ترې خاینین نشته!

اوسني حکومت هم ټول ۵ کلونو کې ۵ پروژې عملي او ګټې اخیستنې ته ونه سپارلې حتا بعضې پروژې چې د کرزي په وخت کې پرانیستل شوې وې بیا یوازې د رسنیو په مخ پرانیستې بس؛  حکومت یې تقسیم کړ یوازې دوه کسو په خپلو ښکرو کې واخیست  چې کوم یو به کار پیل کاوه د بل به چې زړه نه و نو بیا به سره ښکر په ښکر شول.

خو موږ دومره غلونکی ملت یو چې هېڅ وخت مو د خپل حق غوښتنه ونشوی کړئ حتی محدود کسان چې د ملت لپاره لستوني بډ وهلي هغه باندې بیا نورې ټاپې وهل کېږي،  یا هم د ناپیژنده کسانو په نوم وژل کېږي!
دولتي ادارې اوس یوازې په سینما بدلې شوې هر څوک پکې خپل د ډانس ډله لري!

وزارتونه ټول سفارتو قراردادي کړي،  شرط یې دانه دی چې باید کار وشي یا کار حقدار ته وسپارل شي او پرمخ یې یوسي بلکې څومره پردی فرهنګ ته غاړه کېږدي او څومره ځوان نسل ( هلک نجلۍ)  د عیاشۍ لمنې ته برابر کړي.

ملت تبا شو نه ښوونځیو کې درس شته،  نه اقتصاد شته نه فرهنګ حکومت یوازې تمثیل کوي او  یوازې د ملت تباهي د حکومت لویه لاسته راوړنه.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x