نادري ناولده

امریکا کې د غوا سوټو څخه جوړ شوی هندی کیک خرڅیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د امریکال په مختلفو سټورونو کې د غوا سوټو «خوشایي» څخه جوړ شوی هندی کیک د خرڅلاو لپاره وړاندې شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو ددغې خبر خپریدو سره سم کاروونکو بېلا بېلې نادرې تبصرې کړي او دغه یې یو حیرانونکی خبر ګڼلی دی.

د هند یوه خبریال د امریکا د نیو جرسي ښار سټور څخه یو عکس پر ټویټر خپور کړی چې په کې د غوا سوټو کیک د خرڅلاو لپاره وړاندې شوی، ددغه کیک چې لس بیه ۲.۹۹ امریکایي ډالره ښودل شوې ده.

لکه څرنګه چې په عکس کې لیدل کيږي په یو پاکټ کې لس ټوټې ایښودل شوي او ویل شوي چې دا هندی محصول دی، په اصل کې دغه کیک د خوراک لپاره نه بلکې د مذهبي هدف لپاره خرڅیږي.

د هندوستان زیاته برخه اوسیدونکي د خپل م‍ذهب له پلوه غوا مقدسه بولي او عبادت یې کوي، په دې لړ کې یې هند کې پر مسلمانانو د غوا غوښې خوړل بند کړي او سخته جرمانه یې پرې لګولې ده، خو بلخوا د غوا تشو او ډکو بولو ته تقدس ورکول کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

تاسی وګوری چه تر دی کچی انسان ښکته شی چه الله ج ورته امر کړی چه د غوا به ګډون له ټولو حیواناتو مقری شوی ګټی ترلاسه کړی یعنی له باروړولو ، کار کولو څخد خپلواکی جنګ ته ورور وژنه مه وایه، یو اړخ تد اشغلګر او بلواکه غلامان او بل اړخ ته خپلواک مجاهدین جنګیږی مجاهدین کله هم د بلواکو ورونه نه شی کیده یی ګټه واخلی همدارنګه له شیدو. غوړو او غوشو څخه یی استفاده وکړی له وړیو او حتی هدوکو څخه یی ګټه بورته کړی او داسی نور.

برخلاف، شیطان ځینو انسانانو ته ښه ښکاره کوی چه غوا یا نورو حیواناتو ته سجده وکړی خوشایان او متیازی یی مقدسی او غوښی یی حرامی وګڼی او حتی په مسلمانانو د غوا غوشو د نه خوراک کرفیو ولګوی او ……..

شیطان به څومره خاندی چه ځینی انسانان می څومره احمق او ذلیله کړی په خپل لاس بوتان جوړوی او خدایان یی ګڼی له پیغمبرانو او ملایکو د الله ج زامن لوڼه چوړوی او داسی نور او نور. او دی کار ته د تمدن نوم هم ورکوی او نور انسانان د دی به ځای چه د هندوانو دا عمل وغندی لا یی ستاینه او نمانځنه کوی او ……

Azimi

اسلام یو ښکلی دین دی، چې هر څه ته یې اندازه او حدود ټاکلي دي. خو که چیرې هندویزم او نورو باطلو دینونو ته ورشو نو هلته دوی نه په ژوند خبر دي او نه هم په اخلاقو.
که انسان عقل او پوه ولري، نو هیڅکله به هم د غوا خوشایې ونه خوري که هغه دهر هدف لپاره وي. نو لکه څرنګه چې الله ج فرمایي: ماد دوی په زړه او غوږونو مهر لګولی دی او په سترګو یې پردي دي. نو دغه خبر د همدې ایت شریف ښه ثبوت کیدلای شي.
الله ج دې موږ له شرک او کفر څخه وساتی او څوک چې په کې اخته دي اول دې هدایت ورته وشي او که د هدایت وړ نه وي، نو هلاک دې شي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close