هغه پوښتنې چې باید ځواب يې درک کړو

باهر حقپال

يوه ورځ نه وم. نن چې راغلم ملګرو پوښتلم: چرته تللی وي؟ څه دې وکړل؟ او…

دې پوښتنو له ځان سره واخیستم. ورځ/شپه ماته دې ملګرو نه وه را کړې، خو په له لاسه ورکولو يې پوښتلم. دوی پر ما هیڅ ډول واک نه درلود، بیا هم اړ وم چې پوښتنو ته يې معقول ځواب و وایم. زه کار پسي تللی وم؛ ځکه خو مې د کار له پیله تر پایه ډيټیل ورکړ. په تېره بیا چې د واکدار د پوښتنې غم وي راسره، بیا خو له عملي پلان سنجولو وړاندي، واکدارانو ته د حساب_کتاب ورکولو پلان سنجوو.

موږ نړۍ ته د يؤ هدف لپاره رالیږل شوي یو. بیا د هدف په ترلاسه کولو کې يوازي نه یو پريښودل شوي، بلکې بې شماره او پریمانه نعمتونه راکړل شوي (وان تعدوا نعمة الله لاتحصوها). ایه کله مو فکر کړی چې دا دومره پریمانه نعمتونه د څه لپاره راکړل شوي؟ کله مو فکر کړی چې د دې نعمتونو پوښتنه به راڅخه کیږي؟ کله مو فکر کړی چې د هغو پوښتنو ځواب باید درک کړو چې د محشر په ورځ به د ټولو مخلوقاتو په وړاندي له موږ څخه پوښتل کیږي؟ کله مو يې ځواب سنجولی؟

راځو هغو پښتنو ته چې باید موږ يې په دې اوږد وخت (عمر) کې ځواب درک کړو. کومې دي او څنګه يې ځوابولی شو؟ دا پوښتنې دومره ارزښتمنې دي چې د نړۍ ترټول قدردان شخص سترلارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم يې را پیرزو کوي او د درس اخیستو په پار مو يې ځوابو ته بیداروي.

له ابي برزة نضلة بن عبيدالاسلمي رضي الله څخه نقل دی وايې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د قیامت په ورځ هیڅ انسان (هغه کسان ترې مستثنی دې کوم  به چې بې حسابه او بې کتابه جنت ته ځي) تر هغې قدم نشي اخیستی، ترڅو د دې څلورو پوښتنو ځوابونه و نه وايې:

۱_ »عمر دې په څه کې تېر کړی؟« – يعني دا ورځ/شپه، اوونۍ، میاشتې او کالونه خدای جل جلاله ستا د ګټې اخیستنې لپاره پیدا کړي، کومه ګټه دې ترې اخيستې؟ څنګه دې دا دومره پریمانه وخت تېر کړی؟ د خدای جلاله عبادت دې زیات کړی او كه بغاوت؟ په ځای دې مصرف کړی او که خوب، عیاشي او فحاشۍ کې دې مصرف کړی؟ هغه وخت چې له مال څخه په دې غوره دی چې په له لاسه ورکولو سره له لاسه وځي او بیا نه ترلاسه کیږي، د مال په څېر يې په ضیاع خواشینی شوی يې کنه؟-

۲_ »کوم علم دې چې ترلاسه کړی، په څومره برخې دې عمل کړی؟« -ته خو عالم وي چې لمونځ فرض دی، ولې دې نه کوئ؟ ته خو پوی وي چې روژه، زکات، حج او…فرض/واجب دي ولې دې ارزښت نه ورکوئ؟ ته له سنت نبوي اګاه وي، ولې دې سستي کوله؟ تا ته حلال او حرام ښودل شوي و، ولې دې حلال، حلال او حرام، حرام نه ګڼل؟ ته پوه وي چې د مسلمان غیبت کول د ورور د غوښې خوړلو په معنی دي، ولې دې دریغ نه کوئ؟ ولې دې د خپل نظر ساتنه نه کوله؟ ولې دې پردی ناموس سپکاوو؟. سوشل میډیا او باندنۍ دنیا کې مو ولې له نامحرمو میرمنو خپل نظر نه اړوئ؟او…-.

۳_ »مال دې له کومې خوا ګټلی و او په څه دې خرڅه کړی؟« -ایه مال دې له حلالې لارې ترلاسه کړی او که له حرامې؟ بیا دې په حلالې لاره کې مصرف کړی او که حرامه لاره کې؟ مال د خدای جل جلاله نعمت دی، چرته خو دې ضایع کړی ندی؟. د مال له امله خو دې چرته کبر او غرور ته نده مخه کړې؟ او..-

۴_ »بدن دې په څه کې زوړ کړی؟« -الله جل جلاله روغ بدن درکړی و، څنګه دې تر زړښته ورسوو.؟ د بدن هر اندام چې له ټولې نړۍ قیمتي دی، په څه کې دې کار ترې اخیستی؟ ایه چې د څه شي لپاره درکړل شوی، هغه دې پرې ترلاسه کړي؟

فعن أبي برزة نضلة بن عبيد الأسلمي  قال: قال رسول الله ﷺ: لا تزول قدما عبد يوم القيامة حتى يسأل عن عمره فيم أفناه؟ وعن علمه فيم فعل فيه؟ وعن ماله من أين اكتسبه؟ وفيم أنفقه؟ وعن جسمه فيم أبلاه؟.

أخرجه الترمذي، باب في القيامة (4/ 612)، رقم: (2416)، المشكاة، رقم: (5197).

أخرجه البزار (4/ 266)، رقم: (1435)، والطبراني في الأوسط، (5/ 74)، رقم: (4710).

راځو د دې پوښتنو ځواب ته چې موږ يې چرته پیدا کوی شو؟ ليري نځو. د خدای جل جلاله محکم، له شکوکو شبهاتو ليري او نه ماتیدونکی کتاب قران پسي پلټو او د دې پوښتنو ځواب پمې درک کو. موږ د خپلو پوښتنو ځوابونه د [سُوۡرَةُ الذّاریَات : 56] ایت کې پیدا کوی شو، الله جل جلاله زموږ د هدف په هکله وايې:

وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ

ژباړه: ما پيريان او انسانان له دې پرته چي زما بندګي وکړي د بل څه كار لپاره ندي پيدا کړي.

همدې هدف (عبادت) ترلاسه کولو کې زموږ د پورتنیو پوښتنو ځوابونه نغښتي. بس د عبادت عملي کول کټ-مټ زموږ د پوښتنو ځواب دی. له همدې ځایه موږ خپل ځواب درک کوی شو. راځئ ځانونه ورته تیار کړو. راځئ بیدار و اوسو. راځئ د ناکامۍ له ذلالته ځانونه وساتو. راځئ کامیابۍ ته ورغاړي وځو. نن موږ وخت لرو. صحت لرو. راځئ د خدای جل جلاله په عبادت کې يې مصرف کړو. راځئ له ډبل تاوانونو ځانونه وژغورو. راځئ د صبا افسوس او واویلاه پرځای نن عمل وکړو.

عن عبدالله بن عباس رضي الله عنهما قال: قال النبي صلى الله عليه وسلم: ((نعمتانِ مغبونٌ فيهما كثيرٌ من الناس: الصحة والفراغ))؛ رواه البخاري.

رواه البخاري في كتاب الرقاق، باب ما جاء في الصحة والفراغ، وأن لا عيش إلا عيش الآخرة 5/ 1357 (6049).

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې: دوو نعمتونو کې زیاتره انسانان په غبرګ تاوان کې دي “روغتیا” او “فراغت”.

علماء نقل کوي چې “مغبون” له غبن څخه اخیستل شوی او غبن وايې: یؤ شی له خپل قیمته په لوړه بیعه اخیستل او اخیستل شوی شی په دوه چنده تاوان خرڅول. مثلاً: یو شی ۱۰۰ روپۍ قیمت لري او یؤ کس يې په ۲۰۰ واخلي او یو شی ۲۰۰ روپۍ قیمت لري او په ۱۰۰ خرڅ کړل شي. موږ الحمدلله وخت لرو. صحت لرو. که له دې سره-سره خپل هدف ته نه متوجه کیږو او وخت ضایع کو، بې له شکه چې موږ به غبرګ تاوانیان یو. -الله مو دې وساتي-. دویم حدیث کې موږ ته کنایةً خپل هدف او د پورتنيو پوښتنو ځوابونه را په ګوته شوي چې د خدای جل جلاله په عبادت کې وخت او صحت بوخت ساتل د پورتنیو پوښتنو ځواب او زموږ هدف دی.

الله مو دې په هغه دنیا کې نه بې ځوابه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د