«امريکا طالبانو سره له سياسي جوړجاړي پرته بله لار نه لري»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له فاکس نيوز خبري اژنس سره په خپلې تازه غږېزې مرکه کې ويلي، له طالبانو سره د سولې په تړون کار کوي او په دې سره په افغانستان کې خپله جګړه پای ته ورسوي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو له نهوو پړاوو وروسته، چې دغه مذاکرات د نهايي کېدو په درشل کې وو، ډونلډ ټرمپ د تېر سپټمبر په اتمه نېټه ناببره له طالبانو سره د سولې هوکړه لغوه کړه او بهانه يې دا وکړه، چې طالبانو د يوه امريکايي عسکر په شمول دولس تنه وژلي دي، خو د چارو کارپوهانو د ټرمپ دا څرګندونې بهانه او له خبرو تېښته بللې وه.

طالبانو هغه مهال په خپل غبرګون کې امريکا له خبرو په تېښته تورنه کړه او زياته يې کړه، چې دوی هر وخت د سولې خبرو او تړون ته حاضر دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو او يو شمېر نورو امريکايي چارواکو هغه مهال هم ويلي و، چې امريکا له طالبانو سره د سولې خبرو ته په مشروط ډول حاضره ده.

د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد له  تېرې مياشت راهيسې يو ځل بيا خپل ډيپلوماټيک سفرونه پيل کړي او هڅه کوي، له طالبانو سره د سولې لپاره زمينه برابره کړي او نوموړی تر ډېره په خپلو هڅو کې بريالی دی.

د سولې خبرو د بيا پيلېدو لپاره د بنديانو تبادله اړينه وه، چې لومړی د تېر اکتوبر په لومړيو وختونو کې د طالبانو له لوري د درې هندي انجينرانو په بدل کې يوولس لوړپوړي طالب مشران له بګرام زندانه خوشې شول او ورپسې تېره اونۍ د طالبانو د مرستيال ملا سراج الدين حقاني ورور انس حقاني، د هغه ماما حاجي مالي خان او د قطر دفتر د غړي مولوي محمد نبي عمري ورور حافظ عبدالرشيد هم له بګرام زندانه خوشې شول او په مقابل کې يې طالبانو د امريکايي پوهنتون د دوو بهرنيو استادانو سربېره لس افغان عسکر هم د ښه نيته له امله خوشې کړي دي.

اوس، چې د بنديانو تبادله وشوه، د ولسمشر ټرمپ سربېره نورو امريکايي او ناټو چارواکو د دې تبادلې هرکلی کړی او وايي، دې سره به سولې او اوربند هم لاره هواره شي.

د چارو څارونکي وايي، چې امريکا له طالبانو سره د سولې له خبرو او جوړجاړي پرته بله لاره نه لري.

د افغان چارو پاکستانی کارپوه او ژورناليست رحيم الله يوسفزی وايي، امريکا د بنديانو د تبادلې له لارې سولې او اوربند ته د رسېدو هڅه کوي، خو کېدای شي طالبان د روانو شرائطو له مخې اوربند ونه مني او له امريکا سره په خپلو شرطونو خبرو ته تيار دي.

رحیم الله يوسفزی، د افغانستان د چارو امريکايي کارپوه بارنيټ روبين، مايکل مور، سليم ساپی او ډېری نور کارپوهان په دې باور دي، چې امريکا د افغانستان جګړې د اوږدولو هوډ او توان نه لري او هڅه کوي، له طالبانو سره د خبرو له لارې دغې جګړې ته د پای ټکی کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ په خیر.
رحیم الله،یوسفزی،سلیم ساپی او د پاکستان نور سیاسی کارپوهان،
همیشه د طالیبانو ته وایی چه سترګی مو سری دی ،
دا جنګ اوږدول غواړی بلکه د افغانانو بیخ بنیاد ورکول غواړی،
د پاکستان سیاسی کارپوهان یوه هم د خیر خبره نه ده کړی،او نه به یی وکړی،

اجمل
میلمه
اجمل

سوله به وشی او که به و نشی خو طالبان هم په ولاکه په جګیو سترګو ژوند وکړی. د دوی کړنو او انتحار په ښارونو او مساجدو کی، د دوی مینونو په لارو او سرکونو کی په زرګونه کسان وژلی خلک یی کله هیرولی شی.