نظــر

مژده؛ د سهار ستوری چې رڼا ته پاتې نه شو!

وحيدالله مصلح

مژده لاړ، هغه د يوه مسير رڼه نښه وه، او هغه د يوې سوله ييزې لارې منزل و، هغه لاړ خو دا نښې او دا منزلونه شته دی، پر دې منزلونو به خلک لاړ شي او پر دې لار به مزلونه وشي خو چا چې په تېرو اتلسو کلونو کې د دې جنګ د درېدو، د دې جنګ د عواملو د ورکاوي او دلته د بهرنيو د شتون پر وړاندې مزاحمت کړی او دا مزاحمت يې شعوري کړی او پر دې شعور او دې عمل يې د سولې غږ او د بهرنيانو نظامي ګرۍ په وړاندې د مزاحمت صراحت رامنځته کړی؛ دا نو د تاريخ سړي دي او مژده په دې حساب تر ټولو لوی فرهنګي نماد او د سولې او ازادۍ سړی و.

مژده؛ د ازادۍ الګو ليکوال!

ما چې د مژده څومره ليکنې لوستې او ما چې د نوموړي څومره مرکې اورېدلي، مژده په کې د وطن د ازادۍ الګو ليکوال ثابتېږي، دا د تاريخ شاهدي ده چې د ازادۍ په معرکو کې ډېر قلمونه پيسې ګټي او هغه چې کيسې ګټي هغه په کې بيا په ژوند او مرګ دواړو کې تلپاتی وي، په ژوندونې بيدارۍ ته ليکي او په شهادت خپل پيغام ته ابديت ورکوي.

مژده د کابل په قصدي بې امنۍ کې هلته چې د ده ملګري په کې هدف شول، څوک په کې وژغورل شول او څوک په کې تپيان، خو دی دې ټولو ګواښونو ونه ويراوه، هغه په کې له خپل مرامه ونه ګرځېده، او دی په کې يو متعهد ليکوال او تحليلګر پاتې شو.

د ملتونو په کچه مبارزې همداسې قربانيو باندې تلپاتې وي، هغوی چې ليکنې کوي او قربانۍ ته اماده نه وي، د هغوی ليکنو کې به هغه روح له کومه شي چې ملت ته په کې مسير ورکړي؟ مژده همداسې يو ليکوال و چې په خپلې قربانۍ سره يې د ملت صف پر ارزښتي محتوا تلپاتی کړ، ګنې هغه کولای شول چې لکه د يو شمېر نورو د کابل وزير اکبر خان له سفارتونو ځانله د ډالرو هميانۍ ډکې کړي، او دا ډېره اسانه ده، يوازې د ضمير او ملي احساس تر تفاوته ده، په همدې سفارتونو کې ډېرو د خپلو نيکونو پر تاريخ او حماسو شامتونه وويل، خو تاريخ دا هر څه ثبت کړل، او د تاريخ هر لوستونکی به پر دغه شامتي او سفارتي تحليلګرانو او ليکوالانو توف کوي.

هغه مهال چې له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک شو، او پر تسلسل يې د امريکا د دايمي اډو کيسه توده شوه، مژده په کې د بهرنيو اډو پر ضد د نوې راټوکېدلې جبهې يو د سر او خبرې سړی پاتې شو، په دغه جبهه کې به چې دوکتور صفت الله قانت، دوکتور عبدالباقي امين او نورو استادانو بيا د مژده صاحب کيسې کولې، هغه يې د ملي خپلواکۍ يو ريښتينی مبارز انځوراوه.

مژده؛ د سولې ارمانجن ليکوال!

اوه کاله مخکې مو د سټراټيژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز CSRS له خوا د شپږمياشتيني ژورنال د خپراوي تابيا ونيوله، نوم مو ورته (تحليل) غوره کړ، د دې ژورنال په کتنپلاوي کې يو نوم ارواښاد وحيد مژده و، له مژده صاحب سره مو د کتنپلاوي په مجلسونو کې کتنې لرلې او سياسي بحثونه به د دې مجلسونو توده برخه وه، د تحليل ژورنال په لومړۍ ګڼه کې د مژده صاحب يوه ډېره مهمه ليکنه راغله، نوموړي په (بررسی طرحهای صلح برای افغانستان) ليکنه کې د طالبانو د سولې هڅې، د حکمتيار صاحب د سولې طرحه او د حکومت د سولې طرحه په خورا سړه سينه څېړلې وه. د تحليل ژورنال دا ګڼه د مژده صاحب له همدې سوله ييزې محتوا پيل شوه، مژده پوهېده چې د دې جنګ پای بايد سوله وټاکي او ځکه خو هغه د سولې لپاره ريښتينی کار کاوه.

مژده د سولې پر لار د اوهامو او خيالونو انسان نه و، هغه سوله په سفارتي پروژو کې نه غوښته، مژده اصلاً د سولې د يوې بنيادي او ملي طرحې انسان و. هغه سوله د يوه سيال افغانستان په تناظر کې غوښته، هغه نه سوله د تسليمۍ په مانا غوښته او نه يې سوله د بهرنيو اډو په بډو کې غوښته، هغه د سولې يوې ملي پروسې قرباني مژده و چې له پيله تر مرګه يې په دومره بلا رقيبانو کې ارتې تڼۍ ژوند وکړ، پر اغزو وګرځېد او مزل ته يې دوام ورکړ، هغه بېخي لکه د تروږمۍ مسافر او هغه بېخي د سهار ستوری چې رڼا ته پاتې نه شو، مژده په يوه حساس پړاو کې قرباني شو، د يوې داسې مرحلې قرباني مژده چې د ده او د ده د همفکرانو فرهنګي ويښتابه سولې ته ذهني بستر جوړ کړ او کله چې سوله تر دې بستره رارسېدونکې ده دې نور ملکوتي شو.

د مژده وژنه، د څه زباتونه!

مژده، ووژل شو، خو ايا د مژده پر شهادت دا لاره خوارېږي؟ د مژده او د دوی د همفکرانو پر ګواښونې، هدف ګرځولو او بالاخره ترورولو دا وژونکې حلقه څه غواړي؟ د تاريخ پر زړه د محمد داودخان د وخت قلعه زمانخان د ۵۰۰ مړو دسته جمعي قبر لا هم لويه پوښتنه ده! ايا همغسې يوه سناريو بيا تکرارېږي؟ اختناق څه معنا؟ خو بس د خبرو سړي ووژنه او خلک پرې وويروه، ترهه خپره کړه، پر خلکو خپسه کېنوه او له خلکو د تنقيد او بيان ازادي واخله، ساده خبره ده همدا اختناق دی، که دا يې پيل وي، دا خورا خطرناکه شروع ده او دا خورا خونړۍ تجربه ده، دې تجربې يو ځل داوودخان وړنګاوه او بيا يې خلقي رژيمونه يو پر بل وغورځول.
نن که په کابل کې څوک د ازادۍ احساس له لاسه ورکړي، د خبرې او بيان ازادي ورکه کړي، نن که په کابل کې يو څوک د منطق په درنو کې د ټوپک پر کاڼو وژل کېږي، دا نو هم سانسور دی، هم اختناق او هم د سولې او جګړې ښکېلو لورو ته پيغام دی چې ستا راتلونکی دغسې تياره انجام ته انتظار باسي، ته هم راشه چې بيا يو څوک درباندې د کابل په کوڅو کې ټکان وکړي، ته هم راشه چې بيا دغسې نرم نرم ووژل شې، ته هم راشه چې د اختناق شوق پر عروج دی، ته هم راشه چې د استبداد سيالي تر سيسي شاته نه شي او دا خورا خطرناک پيغام دی.

کابل د مدارا او زغم پلازمېنه!

کابل بايد د سولې او مدارا پلازمېنه وي، دلته که مطمئن د طالب خبره کوي او دلته که مژده د سولې خبره کوله، دلته که حقيار پر حکومت ټکونه کوي او دلته که ځلاند او اعظم او جلالي تنقيدي سوچ پالي همدا پراخه زغم او د تنوع فرهنګ بايد د کابل خاصه وي، کابل بايد پر دې تنوع او دې زغم حساب وکړي او دا حساب به کابل د يوې ريښتينې ولسواکۍ هنداره کړي، پر دې هندارې به هر هغه څوک چې ټوپک نه لري او خبره لري ځان ويني، خو که د خبرې څښتن دلته وژل کېږي دا وينه به دا هنداره له نندارو وباسي او بيا به پر دې هنداره هر څوک ځان نه ويني.

کابل بايد د حذف فرهنګ ته يو جلا پوليګون جوړ کړي، حذف بايد له ټولې محتوا سره په کې غرغره او ښخ شي، مونږ تر بل هر وخت زيات مدارا او زغم ته اړتيا لرو، مونږ د منطق او استدلال سړې سينې ته اړتيا لرو، مونږ د قناعت مدني لارو ته اړتيا لرو، که دا لارې او دا سړې سينې پر تودو مرميو غلبېل کېږي نو بيا بايد د بيان جارچيان د خپلې ازادۍ راتلونکي ته غم يوسي، د اختناق دا پيل شوې څپه دې محدوده نه بولي، دا پيل دې په همدې نطفه کې چېلنج کړي، که نه د دې ملک راتلونکی ګونګيانو او يا مداحانو ته تراشل شوی، که د تنقيد چپټر وتړل شو، دا ټولنه به بيا ډېر وران سقوط وکړي، دا سقوط به جمود نه وي بلکه يو شرمېدلی پر شاتګ به وي، د بيان ازادي يوازې د ځان لپاره نه بلکه د ټولو لپاره وغواړئ، که نه بيا به د پېښور د مجروح، لودين او الفت پیغور هم چا ته نه ورکوئ، دا لاره همغه لاره ده، دا وتړئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خپلواک

وحید مژده ستا په څیر اسلامپال لیکوالان دي ډیر شي چې د دښمن په سترګو کې اغځي او د مظلوم ولس د زخمي زړګي لپاره ټکور شي.

اجمل

تاسی ټول مرده پرستان یی. سړی چی ژوندی وو په نوم د دی چی ږیره یی لنډه ده، سر یی لوڅ دی، جاسوس دی …. همدا تاسو توهین کاوو. اوس هر یو د مژده ستاینی کوی. په ژوند د انسان احترام وکړی. مژده سوله او اوربند غوښته او سخت یی طرفدار وو. آیا تاسی طالبان اوربند ته آماده یی، مژده په کابل کی ژوند کاوو او څو ځلی همدا ستاسو د انتحاری څخه بچ شوی خو تاسی هغه کسان چی کابل ژوند کوی هم د کافرو په جملی شمیری. ستاسو مرده پرستانو او زیارت پرستانو عاقبت ته زه حیران یم.

پتنګ

خو مژده تاسو وواژه ، ایا څه فکر کوی چې ښه کار مو کړی دی ؟ ایا دده په وژلو به بر یالي شۍ ؟ نه اولس نور هم په قهر کیږي او له تاسو یې نفرت کیږي !!

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x