افغانستان

ولسي جرګه: ولسمشر غني داعش جنګیالي ازاد کړي او هغوی په وسلوال فعالیت پیل کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، ولسمشر غني په ننګرهار ولایت کې تسلیم شوي داعش جنګیالي له محاکمې پرته خلاص کړي او هغوی دا مهال د وسلوال فعالیت د پیل لپاره په تیاري بوخت دي.

د ولسې جرګې غړې «بلقیس روشن» وایي « ولسمشر غني د داعش جنګیالي له سند، محاکمې او ضمانت پرته خلاص کړي او هغوی بیرته د جنګ لیکو ته ستانه شوي، چې دا یو ملي خیانت دی.»

نوموړي زیاته کړه « دا د افغانستان له خلګو سره ظلم دی، زیاتره جنګیالي په کونړ ولایت کې ځای په ځای شوي او د یاد ولایت اوسېدونکې  له دې پېښې سر ټکوي.»

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې په ننګرهار ولایت کې د داعش ملېشو په ضد د طالبانو روان عملیات پای ته ورسېدل او هغوی د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خپله بریا اعلان کړه او یاده یې کړه، چې له داعش ډلې سره د حکومت او امریکا له مرستو سره، سره دوی د یادې ډلې ټغر ورټول کړی او زیاتره هغه جنګیالي چې ددوی تر محاصرې لاندې وو؛ خپلې اصلي مرجع «حکومت» ته ورګرځېدلي.

د طالبانو له لوري په ننګرهار کې د داعش د ماتې تر اعلان وروسته د ګډ حکومت مشر هم ادعا وکړه، چې داعش ډله د نوموړي د ځواکونو له لوري ماته شوې، ده ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په مهال ژمنه وکړه، چې داعش جنګیالي به محاکمه کوي؛ خو د کورنۍ غړي، ښځې او ماشومان به یې ازاد پرېږدي.

د یادولو ده، چې په طالبانو سربېره، د کابل حکومت یو شمېر پخوانیو او اوسنیو چارواکو هم په بیا، بیا منلې، چې داعش د امریکا او کابل حکومت ګډه پروژه وه، چې د طالبانو د ځپلو لپاره په لار اچول شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Said Z.

ع او غ ملى خاينين دى. دربابى خونيار سياف مسعود………غوندى قاتلين دى.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x