افغانستان

وکیلان: حکومت د پراختیایې بودیجې میلیاردونه افغانۍ په ناقانونه ډول مصرف کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت په ولسي جرګه کې د یو شمېر ولایتونو استازي وایي، حکومت د پراختیایې بودیجې له منځه سلګونه میلیارده افغانۍ بېځایه او په ناقانونه ډول لګولي.

اریانا نیوز د ولسي جرګې د بودیجې او مالي چارو د کمېسیون د غړو له قوله لیکلي، چې حکومت د افغانستان له خلګو سره ستره جفاء کړې او د پراختیايي بودېجې میلیاردونه افغانۍ يې په ناقانونه او بې ځایه ډول مصرف کړي.

د یاد کمېسیون غړي وایي، د بیت المال په  لګولو کې له پنځوس ډېرې سرغړونې شوې، چې حکومت یې باید په اړه د افغانستان ملت ته سپیناوی ورکړي.

د مالي چارو د کمېسیون یو تن غړی «محمد عظیم محسني» وايي، یوازې په ۹۱ کود کې دوه اعشاریه څلور میلیارده افغانۍ بې ځایه لګول شوي.

د ولسي جرګې یو بل غړی «عبیدالله کلیمزی» هم په ورته نظر دی، د کلیمزي په خبره، د خلګو له پیسو سره ستره جفاء شوې او حکومت یې باید په اړه راولاړو شویو پوښتنو ته ځواب ووايي.

یاده دې وي، دا لومړی ځل نه دی، چې د حکومت مسئولین د بیت المال په ناقانونه مصرف تورنېږي، تر دې وړاندې هم ورته ادعاوې شوې؛ خو حکومت یې په تړاو هيڅ سپیناوی نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

یو ### بل ### د سرمایداری یا کاپیتالیستی استعمار تر ټولو حیاتی او اساسی فارمول په خپلو هیوادو کی هم او په ځانګړی ډول مستعمرو هیوادو کی د هغو ټولنو طبقاتی کول دی. د ټولنو طبقاتی کول: د مستعمره هیواد د ګوتو به شمار یا یو سلنه بی ضمیره غلامان بیلونر کول او نور نهه نوی سلنه اولس د فقر او بی سوادی له سری کرښی ښکته کول او ښکته ساتلو ته وایی دا کار ولی ترسره کوی ؟ د فقر او بی سوادی له امله یی په لږو معاشو د خپلو خلکو د وژل او لوټولو د پاره دغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x