افغانستان

د بغلان اوسېدونکي: حکومتي ځواکونه مو له جګړې پرته کورونو ته د هاوان مرمۍ راتوغوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د بغلان ولایت د ډنډغوري سیمې اوسېدونکي وایي، حکومتي ځواکونه له جګړې پرته هره شپه، ددوی په کورونو د هاوان مرمۍ ولي او عامه مرګ ژوبله رامنځته کوي، چې په تر ټولو تازه پېښه کې یې د هاوان د یوې مرمۍ د لګېدو له امله درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د ډنډغوري اوسېدونکي، چې د هاوان د مرمۍ لګېدو په پایله کې  د وژل شویو کسانو جسدونه یې د ولایت مقام مخې ته د اعتراض په ډول اېښي، کابل نیور ته وايي « د تېرې شپې په پېښه کې درې تنه وژل شوې، دوې نجونې دي او یو یې زموږ ورور دی.»

د حنیف الله په نوم د سیمې یو تن اوسېدونکی وایي « نه کوم وسلوال کس زموږ په سیمه کې وو او نه هم جګړه؛ خو بیا هم مرمۍ را غورځول کېږي او زموږ په کورونو کې لګېږي.»

بل لور ته د بغلان ولایت ولایتي شورا هم یادې ستونزې مني؛ خو په قول یې، ځیني کړۍ په قصدي ډول حکومتي ځواکونو ته ناسم کوردینات ورکوي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل کېږي.

یاده دې وي، چې د حکومتي ځواکونو له لوري د عامه وګړو وژل کومه نوې خبره نه ده، تر دې وړاندې هم دولتي عسکرو په بېلابېلو سیمو کې عام خلګ وژلي؛ خو هیچا يې په تړاو تحقیقات نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

اشغلګرو ته هر مسلمان افغان مجاهد او مجاهد دی . د خلکو دا خبره چه روان عملیات دی په مناسبه توګه تر سره او د خلکو زوند ته دی له احتیاطه کار واخلی بی ننګی او اخری کچه بی غیرتی ده . که دا ومنو چه روان عملیاتو کی له احتیاطه کار واخلی مګر فکر نه کوی چه روان عملیات د چاله خوا او د چا به مقابل کی ترسره کیږی دغه عملیات د اسلام او زمونږ د ملت د دشمنانو ( اشغالګرو ) له خوا زمونږ د هغو میړنو مجاهدینو په مقابل کی د اجیری او غلامی اردو له… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x