روغتیا

«نړۍ کې ۸۰سلنه ځوانان له ورزش څخه محروم دي» راپور

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د روغتیا نړیواله ادارې (WHO) وروستی راپور وایي چې په نړۍ کې له ۱۱ کلنۍ څخه تر ۱۷ کلنۍ پورې په هرو پنځو ځوانانو کې يې ۴ د سالم ژوند تیرولو لپاره تمرین نه کوي.

راپور کې ویل شوي، دغه ستونزه یوازې په ټيټو هېوادونو کې نه، بلکې په پرمختللي هېوادونو کې زیاته موندل شوې ده، چې ستونزو یې په کوچنیانو کې د ذهني پرمختګ، پياوړتیا او ټولنیز مهارتونه اغیزمن کړي دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې ددغې کتنې سره سم هر هغه څه چې د ورزش په توګه استعمالیږي که هغه هر ډول تمرین وي، د وګړو د زړه ټکان چټکوي او ورسره سږي په چټکۍ سره ساه اخلي.

په دې کې منډه وهل، سایکل چلول، فوټبال کول، لامبو وهل او دې ته ورته نور فعالیتونه، د یوې ورځې تمرین کول له شلو دقیقو څخه زیات نه زیات تر یو ساعت پورې دی.

د یادې ادارې ډاکټر فیونا بل وایي، «زما په نظر دا کوم سخت هدف نه دی، دا په حقیقت بنا دی چې د سالمې روغتیا او ذهني ودې لپاره اړین دی».

ورزش ولې اړین دی؟

د ورزش اصلي موخه د نن او سبا اوسیدونکو لپاره غوره روغتیا ده، که په یوه نظر وکتل شي، نو د ورزش اصلي موخه سالم زړه او سږي، پیاوړي هډوکي او عضلات، غوره ذهني پرمختګ، بېلا بېلو ناروغیو مخنیوی او د وزن کمول دي.

پوهان وایي، په بېلا بېلو څیړنو کې ددې زیات شواهد لیدل کیږي چې ورزش د ذهني پرمختګ او ودې لپاره تر ټولو زیات مهم دی، په دې سره دوی ته په څیزونو یادولو کې اسانتیا پيدا کیږي، ددوی ټولنیز چلند ښه کیږي او ذهن یې د نورو په پرتله چټک وي.

دغه ستونزه یوازې په ماشومانو کې نه لیدل کیږي، بلکې ددوی سربېره لویان هم د یادې ستونزو ښکار دي، چې د ټولې نړۍ ځوانان او ماشومان ورسره مخ دي.

ولې داسې کیږي؟

ورزش د دومره اهمیت سربېره ولې په بشپړ ډول نه ترسره کیږي؟ یو لامل یې د بدني روغتیا په پرتله زده کړو ته ډیره توجه کول دي، ماشومانو ته همیشه د درس ویلو او مطالعې کولو غوښتنه کیږي چې د ژوند زیاته برخه یې په ناسته تیریږي او دوی ته د ورزش فرصت نه ورکول کیږي.

ځينې پوهان دا هم وایي چې د اسانتیاو نه شتون او دې ته نه رسیدګي هم د ورزش پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي، لکه ښوونځي ته د تلو لپاره د سایکل نه شتون، د لوبو لپاره معین وخت او پيدل ګرځېدل اوس کم کېدونکي کارونه دي.

د ځیرک مبایل، تابلیت یا کمپیوټر استعمال، پر انترنیت بوختیا، بې اندازې زیاته ساعتیري او پر ویدیویي ګیمونو بوختیا په ځوانانو کې د ورزش وخت ورک کړی دی.

کوم هېواد له کوم څخه غوره دی؟

د روغتیا نړیوالې ادراې د راپور سره سم دغه یوه نړیواله ستونزه ده چې په هر هېواد کې موندل کیږي، په څیړنه کې ښودل کیږي چې د نورو هېوادونو په پرتله د بنګلدیش هېواد ځوانان ډیر ورزش کوي خو په دوی کې هم ۶۶سلنه یې کافي یا یو ساعت ورزش نه ترسره کوي.

په فلپاین کې ځوانان ۹۳سلنه او په سویلي کوریا کې انجونې ۹۷سلنه له ټولو کم ورزش کونکي دي، په برتانیه کې ۷۵سلنه ځوانان او ۸۵سلنه انجونې تر ټاکلې اندازې ورزش نه کوي.

په دغه راپور کې د ۱۴۶ هېوادونو څخه یې ۱۴۲ داسې دي چې د ورزش کچه په کې په ټيټه درجه کې ده، مګر افغانستان او درې نور هېوادونو له هغو څخه دي چې ځوانان او انجونې یې ډير فعالیت کوي، ښایي پيدل ګرځېدل، ښوونځي ته پیدل تګ، کورني کارونه، د ځيرک مبایل کم استعمال او داسې نور ډیر لاملونه لري.

پوهان څه وایي؟

پوهان وایي چې د پخوا په پرتله که څه هم د فعالیت په سلنه کې غوره والی راغلی دی، خو بیا هم د بریښنایي توکو استعمال د وګړو د ژوند او د تګ راتګ طرز بدل کړی دی چې تر یوې اندازې اندیښمن دی.

د ماشومانو د روغتیا رائل کالج مشر پروفیسر رسل وینر د وینا سره سم دغه حالت اندیښمنونکی دی، د فعالو ماشومانو ژوند او روغتیا غوره وي او په عامه توګه دوی په درس کې هم له نورو وړاندې وي، هغه زیاتوي چې په دې اړه مونږ ته اسانتیاوې موندل په کار دي تر څو مو ماشومان او ځوانان فعال او متحرک ژوند ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x