افغانستان

فراه: پر مسجد د هوايي برید په پایله کې ۱۷ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو پر یوه جومات هوایي برید کړی، چې په پایله کې یې ۱۷ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، پېښه د پشترود ولسوالۍ په ګجګین سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې لمونځ کوونکي له مسجد څخه د وتلو په حالت کې وو.

د معلوماتو په اساس، په برید کې د سپین ږیرو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

فراه کې په داسې حالت کې مسجد د بهرنیانو د هوایي برید هدف ګرځي، چې امریکا سولې ته د ژمنتیا غږ کوي  او له ټولو لورو غواړي، چې باید د افغانستان په جګړه کې د تشدد ګراف راکښته کړي.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم په عامه او مقدسه ځایونو باندې د بهرنیانو له لوري هوایي بریدونه شوي؛ خو تر دې دمه نه هم حکومت او نه هم بهرنیانو ددې ډول پېښو پلټنه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdulmajid

داودومره بی حیا دشمن دی چی چی هیچ زای تری خوندی ندی الله دی امن اواسلامی شرعی نظام راولی تر سو داهرسه سم شی اوکه نه دا تباهی به روانه وی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx