ورزش

کرېکټ: استرالیا ټيسټ کې پاکستان ته ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د استرالیا او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټيسټ سیالۍ په استرالیا کې ترسره شوه چې په کې پاکستان د یوې بشپړې پاڼۍ او ۵ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

استرالیا لوبډلې په یوه پاڼۍ کې ۵۸۰ منډې وکړې، خو پاکستان لوبډلې په دوه پاڼیو کې ۵۷۵ منډې جوړې کړې او د استرالیا یوې پاڼۍ منډې یې بشپړې نشوې کړای.

دغه سیالۍ د نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه د استرالیا په بریسبین ښار ګابا لوبغالي کې پېل شوه، پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپ وهونې پریکړه وکړه.

دوی په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوزېدلو ۲۴۰ منډې وکړې، ددوی لخوا زیاتې منډې «۷۶» اسد شفیق وکړې، په ځواب کې استرالیا توپ وهنه پېل کړه او د لومړۍ ویکټې ملګرتیا یې «۲۲۲» منډې وکړه، دغه راز یې د ټولو لوبغاړو په سوزېدلو ۵۸۰ منډې وکړې.

ددوی لخوا ډیوید وارنر ۱۵۴، جویي برنز ۹۷، مارنس لابشچنګ ۱۸۵ او میتیو ویډ ۶۰ زیاتې منډې جوړې کړې.

په ځواب کې یو وار بیا پاکستان توپ وهنه پېل کړه چې لومړي درې لوبغاړي یې د ۲۵ منډو په بدل کې له لاسه ورکړل، وروسته بابر اعظم او محمد رضوان منډې تر ۲۲۶ ورسولې خو لوبډله یې له ستونزو سره مخ شوه، په دې سره ټوله لوبډله د ۳۳۵ منډو په جوړولو وسوزیده.

د پاکستان لخوا په یاده لوبه کې محمد رضوان زیاتې ۱۳۲ منډې وکړې، دغه راز یوزینۍ سلیزه د پاکستان لخوا بابر اعظم ووهله.

د استرالیا لخوا ډیویډ وارنر ۱۵۴ او مارنس لابشچنګ ۱۸۵ منډې جوړې کړې، لابشچنګ د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو، په زیاتو ویکټو اخیستونکو کې میچل سټارک تر ټولو وړاندې و چې ۷ ویکټې یې واخیستې، جوش هازیلووډ ۶ او پيټ کمنز ۵ ویکټې ترلاسه کړې، د پاکستان لخوا یاسر شاه ۴ لوبغاړي وسوزول.

د یادونې وړ ده چې پاکستان ته په شل اوریزو سیالیو کې هم د استرالیا لخوا په ۲-۰ ماتې ورکړل شوې وه، ددوی ترمنځ دویمه ټیسټ سیالۍ به د روانې نومبر میاشتې په ۲۸مه نېټه په اډلیډ کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x