شعـــــرونه

د قلم اوښکې/ اکرام الدين مفتون

اکرام الدين مفتون

چې په کوم وخت مو په هېواد سپینه جنډه رپېده
ټــولــه نـــړۍ مــو لــه اثــره ډارېــده رپېده

هـغه افغان اوس په خپل کلي کې سرټـيـټی ګرځي
چـې پـه ډيلـي او اصفـهـان بـه يي شملـه رپېده

د مسلـمـان د مـلـک مـې داسـې بـاچـا هـم وليده
چـې د کافــر عسکـر په مخکـې يي تـنـه رپېده

دغــه مـاشـوم شـهيـد د کـوم جـرم ثبوت لرلو؟
چـې يي پـه قـبـر نـيـمـه سـوې سـيـپاره رپېده

هــاغـه ګــودر هـم د شـهـيـدې پـه نامـه ياديږي
چـې پـرې د پـاسـه سـره پـه وينو لوپټه رپېده

وحشي عسکرو ترې د ورور په باب پوښتنې کړلې
يـوه ماشومه خـور سلـګـو کې غـږېده رپېده

مفـتـونـه! ما چې د مظلوم ولس داستان ليکلو
قـلـم مـې ا وښکـې تويولـې کـتـابـچـه رپېده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom afghan

وحشي عسکرو ترې د ورور په باب پوښتنې کړلې
يـوه ماشومه خـور سلـګـو کې غـږېده رپېده

ګران مفتون دې الله راته ژوندﺉ لري.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx