افغانستان

بغلان کې ۳۲ تنه دولتي عسکر له طالبانو سره یو ځای شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): په بغلان ولایت کې لسګونه دولتي عسکر له طالبانو سره یو ځای شوي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد ۳۲ تنه د «دعوت ارشاد کمېسیون» په هڅو د بغلان ولایت په پلخمري کې له دوی سره یو ځای شوي.

یاده دې وي، چې طالبانو په بیا، بیا په دولتي عسکرو غږ کړی؛ څو د بهرنیانو له څنګ رابېل او عادي ژوند ته راوګرځي.

طالبان له دوی سره یو ځای شویو کسانو ته، د امن ژوند ضمانت ورکوي او په ګلونو یې هرکلی کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د طالب مجاهدینو سره د هغو عسکرو یوځای کیدل د مننی او ستاینی وړ دی ، هغوی د طالبانو سره نه بلکه د خپلی خاوری، خلکو او خپلواکی د دفاع د پاره دردیدلی او دریدلی دی هغوی به له اوله هم دغه بی ننګی نه وی منلی مګر د فقر او ناپوهی له امله یی منلی وه . اوس چه پوه شوی د غریبی پروا نه لری . د خیټی تر غریبی د مغزو او فکر غریبی ډیره خطرناکه او تباهی رامنځته کوی . الله ج دی ورته د تیرو بی ننګیو معافی وکړی او له دی وروسته ورته دعا… نور لوستل »

عبدالله

افرین یو او بل ته سره تسلیم شی، پر یو او بل رحم وکری زکه ددواره وژنه افغان وژنه او مسلمان وژنه ده.د توپکو مخ مو سور بریتو ته واروی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x