نړۍ

پاکستان د «سي پيک» اقتصادي دهليز پروژې په اړه د امريکا دريځ رد کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قريشي د چين له لوري په پاکستان کې د «سي پيک» اقتصادي دهيلز پروژې په اړه د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې څرګندونې رد کړي دي.

تېره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې الیس ويلز پر «سي پيک» پروژې نيوکې کړې وې، دا يې د پاکستان په زيان بللې وه او په وينا يې له دې سره به پر پاکستان شته پورونه نور هم زيات شي.

الیس ويلز زياته کړې وه، که پاکستان د چين دغه پروژه ودروي، امریکا به يې په مقابل کې په دغه هېواد کې داسې پانګونه وکړي، چې د پاکستان اقتصاد به ورسره غښتلی شي.

خو شاه محمود قریشي نن د پنجاب ايالت په خپل پلرني ښار ملتان کې رسنيو سره د خبرو پر مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې څرګندونې رد کړې او زياته کړې، چې سي پيک د پاکستان لپاره ستره اقتصادي پروژه ده او هېڅکله به د يادې پروژې له امله پر پاکستان د پورونو کچه زياته نشي.

هغه وويل، اوسمهال پاکستان ۷۴ ميليارده ډالره پوروړی دی او د سي پيک له امله اخيستل شوي پورونه له يوه ميليارد لږ دي.

د ښاغلي قريشي په وينا سي پيک د پاکستان لپاره حياتي ارزښت لري، دا پروژه د روانو لوبو بدلوونکې ده او غوښتنه يې کړې، چې د امريکا په شمول نور هېوادونه دې په پاکستان کې پانګونې وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې څه ويلي و؟

اليس ويلز د واشنګټن په يوه څېړنيز مرکز کې د وينا پر مهال ويلي، پاکستانيان بايد د سي پيک اقتصادي دهليز په اړه پوښتنې او څېړنې وکړي او د دې پروژې  شفافيت په اړه غږ پورته کړي.

د هغې په وينا چين په نړۍ تر ټولو زيات پور ورکوونکی هېواد دی، خو د پورونو ورکولو شرطونه يې روښانه نه دي او سي پيک افتصادي پروژه يې په اوږد راتلونکي کې د پاکستان په زيان بللې ده.

اليس ويلز وايي، که پاکستانيان وغواړي، نو امريکا چمتو ده، د چين اقتصادي پروژې پر ځای هلته داسې پانګونه وکړي، چې د پاکستان اقتصاد ورسره قوي شي.

د هغې په وينا، امريکا پاکستان ته د يوه غوره اقتصادي شريک په سترګو ګوري او د امريکا د سوداګرۍ وزارت پنځلس کسيز پلاوی به راتلونکی کال پاکستان ته سفر وکړي.

د اليس ويلز د څرګندونو په اړه د چين غبرګون

په اسلام اباد کې د چين سفير ياو جينګ تېره ورځ په يوه غونډه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې څرګندونو ته په اشاره ويلي، چين له پاکستان سره اقتصادي مرستې کوي، دغه مرستې له کوم حکومت سره نه، بلکې د پاکستان له ولس سره دي.

د چين سفیر زياته کړې، په ۲۰۱۳ کال کې، چې پاکستان د انرژي له سخت بحران سره مخ و، هغه مهال امريکا چېرته وه او ولې يې د پاکستان مرسته نه ده کړې.

د چين د پورونو په اړه د اليس ويلز په ځواب کې ياو جينګ وويل، پاکستان ته يې دغه پورونه په ښه نيت ورکړي او تر هغو به يې ترې ونه غواړي، تر څو پاکستان له ترينګلو اقتصادي حالاتو وتلی نه وي.

د چين سفير زياته کړې، چې امريکا د خپلو ګټو او لومړيتوبونو په رڼا کې ولې پر پاکستان خپلې مرستې بندې کړې وې او په سخت حالت کې چين لاس ورکړی دی.

د پخواني لومړي وزير نواز شريف د واکمنۍ پر مهال چين په پاکستان کې «د سي پيک» اقتصادي پروژې لپاره د ۵۳ ميلياردو ډالرو پانګونه کړې، چې د نړۍ په کچه تر ټولو ستره اقتصادي پروژه بلل کيږي.

چين او پاکستان وايي، له دې پروژې سره به د چين سربېره د پاکستان اقتصاد هم غښتلی شي او لکونو پاکستانيانو ته به په کې د کار زمنيه پيدا شي.

په ۲۰۱۴ کال کې د يادې پروژې د پيل پر مهال د امريکا د دفاع وزير جيمز مټیس پر سي پيک نيوکې کړې وې او دا پروژه يې د امريکا د ګټو خلاف بللې وه او د پاکستان د هغه مهال پر لومړي وزير نواز شريف يې فشارونه وارد کړي وو، تر څو له دغې پروژې لاس واخلي، خو نواز شريف د امريکا فشارونو ته غاړه نرمه نه کړه او په خپله يې د يادې پروژې مديريت کاو.

ويل کيږي، چې نواز شريف د سي پيک پروژې له امله د امريکا د فشارونو په پایله کې له دندې ګوښه شوی او د عمران خان د واکمنۍ پر مهال دغه پروژه له کمزورۍ او سستۍ سره مخ ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حیرانوونکی!!! د استعماری قدرتو تر منځ هر ډول مثبتو او منفی سیالیو شتون درلود، مثبتو سیالیو ته خو اسلام هم جواز ورکړی حتی ثواب یی ګڼی مګر منفی سیالی چه د هر ډول ناوړو ناخوالو حتی لوی دشمنیو، کرکو او لویو جنګو سبب شوی د ګټو په ځای تاوانونه لری نړیوال او نړیوال کلی د هرج و مرج او تباهیو سره مخ کوی. مګر دا چه حریص استعماری قدرتونه یی د هغه افراطی حرص، وحشت او دهشت له مخی ترسره کوی لږ تر لږه یی باید د یو څه فارمولو او مرموزه دول ترسره کولی چه په تاوانو سربیره د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x