افغانستان

کابل ښار کې د ملګرو ملتونو يو بهرنی کارمند وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د کابل ښار په نهمې حوزې مکرويانو سيمه کې يو بهرنی تبع په يوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي، نن ماښام ۶:۲۰ بجې د مکرويانو په بخار خانه سيمه کې د ملګرو ملتونو پر موټر د مقناطسي ماين چاودنه وشوه، چې له امله يې يو بهرنی تبع وژل شوی دی.

رحيمي وايي، په دې چاودنه کې پنځه نور کسان ژوبل شوي دي، چې دوه يې د ملګرو ملتونو افغان کارکوونکي دي.

د پېښې د قربانيانو هويت تر اوسه نه دی روښانه شوی.

ملګرو ملتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او نه هم د پېښې مسؤوليت چا منلی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

دپیښی مسوُل دسولی د ښمنان دی. دحکومت هغه کړی چی په یوه اوبله بهانه د سولی مخلفت کوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close