افغانستان

کرزی: حکومت دې د اوربند په بهانه د سولې مخالفت نه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): پخواني ولسمشر کرزي ويلي، حکومت دې د اوربند په بهانه له سولې سره مخالفت پرېږدي او بايد د سولې د روانې پروسې ملاتړ وکړي.

حامد کرزي په خپلو وروستيو څرګندونو کې هيله ښکاره کړې، چې د امريکا او طالبانو د هوکړې له مخې به روانه جګړه پای ته ورسيږي او ټول لوري بايد په افغانستان کې د روانې جګړې د مخنيوي او سولې راتلو لپاره هلې ځلې وکړي.

د چين راتلونکې بین الافغاني ناستې په اړه حامد کرزي زياته کړې، چې ولسمشر غني له دغې ناستې سره مخالف و او له همدې امله ده هم په دغه ناسته کې له ګډون انکار کړی دی.

پخواني ولسمشر وايي، د چین راتلونکې بین الافغاني ناستې په ګډونوالو کې يې نوم و، خو د ګډ حکومت مشر اشرف غني ترې غوښتي، چې په دغه ناسته ګډون ونه کړي او له همدې امله ده هم په کې له ګډونه انکار وکړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ د کرزي وروستۍ څرګندونې رد کړي دي.

د ګډ حکومت د ولسشمرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي ويلي، حکومت د سولې لپاره جدي هوډ لري او په دې اړه يې پر حکومت د حامد کرزي نيوکې بې ځايه بللي دي.

صديقي زياته کړې، چې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د هغه کړنې تر پوښتنو لاندې وې او نوموړی باید د سولې په اړه د حکومت له تګلارې مخالفته لاس واخلي.

د چين بین الافغاني ناستې کې د اشرف غني د مخالفت په اړه صديقي زياته کړې، چې له هېواده بهر د خلکو استازولي يوازې حکومت کولی شي، نه سياسي څېرې.

ټاکل شوې، چې په لنډ راتلونکې کې د افغانستان سولې په اړه د چين په کوربه توب بین الافغاني ناسته ترسره شي، چې د طالبانو سربېره افغان سياستوال به هم په کې ګډون کوي، خو ګډ حکومت د دغې ناستې مخالفت کوي او د همدې مخالفت له امله دغه ناسته څو ځله وځنډېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

ستا د فساد او مرداریو د اساساتو ثمره اوس اولس وینی. خاینه چرسی، اولس دی پیژنی چی خصوصا د پشتنو بیخ دی و ایستی.

مجاهد

د یوه مفعول یا فاحشی لویه ملامتیا هماغه اولنی ملامتیا ده چه د هر زر، زور او زیور په په مت چه دی مفعولیت یا فحشا ته په خوښه یا په زور اړ شوی وی. وروسته وروسته خو یی په خپله غواړی خان نه ملامت او نه بی غیرته او نه دا کار کوم شرم او بی ننګی ګڼی. کرزی او غنی د یوی غلامی سکی دوه مخونه دی اوس یی تر منځ لکه د دوه بنو ترمنخ رقابت او مسابقه ده، دواړه هغه وایی او هغه کوی چه ورته د ویلو او کولو قومانده ورکړی شوی، امریکا د اذهانو… نور لوستل »

عبدالله

تاسو چی یو پر بل هر اتنقاد کوی ستاسو کار او ستاسو دیدگاه ده، خو ملت دواره شه پیژنی چی هم حکومت خپلواک نه دی هم طالب. غلامی لکی نه لری او نه هم محسوس باالبصر سه شی دی، بلکی عرضی معنوی صفت دی چی طالب او حکومت یی متاسفانه لری اما دوااره یی نه منی. په هر صورت تاسو یی زمریان تاسو یی حقیقی د اسلام پیروان خو صلحه وکری، اتحاد رامنز ته کی، اشغالگر ته یو سی، خپل هیواد مه ورانوی، خپل بچی مه یتمان کوی او خپل اولس د تروریست او د غلام په نوم مه وژنی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x