نظــر

وحیدمژده یې ولې او چا شهید کړ؟

اسامه ايوبي

ډیری خلک پدې نه پوهیږي چې څه روان دي خو اصل خبره داده چې روان ناورین ټول یو محور لري هغه د رولا غني اوراغلومیلمنواجنبي مفکوره او کړه وړه دي چې دوی یې دې ته هڅولي دترورونو لړۍ هله ګرمه شوه کوم وخت چې طالبانو قطر دفتر نړیوال پام ځان ته را واړوو  داخلي او بهرني مخالفینو دا سیاسي کامیابي ونه شوه زغملای او ټول هغه بې طرفه وطن پال ازادي غوښتونکي یې  په نښه کړل چې له طالبانو سره یې کومه تنظیمي اړیکه نه درلوده.

د ترور سرلاري خو  امرالله صالح وو هغه وو چې امریکایانو ته یې دا مشورې ورکولې چې باید قطر کې خلک ترور شي او دابه دروانې کشالې یو حل وي خو د (سي ای اې ) دانظر خوښ نه شو او خپل شاګرد ته یې دبل فکر موقع ورکړه ،صالح هغه څوک ده چې په ټوله کې له مسلمانانوسره او په خاص ډول له روان مقاومت سره سخته دښمني لري دهمدې هدف لپاره یې [روندسبز] جوړکړ ددې ګوند جوړیدل هدف همداوو ترڅو اجرتي قاتلان پکې منظم کړي او د افغانستان ګوټ ګوټ کې یې څانګې خلاصې کړې او په خپل طریق فکرسره یې ورته دجلب اوجذب کار پیل کړ.

دا چې افغان غیور ولس له یرغل او یرغلګرنه کرکه لري هغه ووچې چندان رشد یې ونه کو او دا ډله ولس دمنفورو څیرو نه متشکله ټولنه شوه، دوهم فکتورچې ترورونو ته یې زور ورکه  په نامه ولسمشریزو انتخاباتي ټکټونه دي یوڅه چې روښانه دي هغه داچې ټول چپیان او یوشمیر غولیدلي عقدوی په نامه مجاهدین اشرف غنی ټیم سره یوځای شول ددې ټیم جوړښت همداسې ده چې کله هم دسیاسي اسلام حاکمیت دې خاوره کې نه غواړي دلته رولاغنی صالح او اسدالله خالد په شان روزل شوي جاسوسان یوځای شوی.

داچې جنګ میدان یې بایللي او په لسګونو شیطانې چینلو سره یې بیاهم ونه شول کولای دولس رسا غږ چپ کړي دایې تر وسې ووتل نو مجبور شول ترڅو په ښارونو کې په بې وسلو دیني او سیاسي څیرو خپلې وسلې راواړوي دالړۍ دې ورستیوکې چټکه شوه مخکې په کابل کې په یوزیات شمیر سوله غوښتونکو سیاسي فعالینو باندې بریدونه وشول ښه مثالونه یې په مطمئن ، شینواري ، اوحقیارباندې بریدونه وو،اوس دا کارونه څوک او ولې کوي دا خبره د فکر وړ ده او باید مونږ پدې حساسو شیبو کې حالاتو حقیقي ارزونه ولرو.

له حالاتو خو داسې معلومیږي چې دا دسیسې او پلانونه د صالح هماغه انګیزه کیدی شي ممکن ورسره دلته یو شمیر هغه بې دینان هم ملګري وي چې د استمعارپه موجودیت کې خپله بقا ګوري داخلک له تاریخه یا لرې او یا اوبو وړي ځګ ته هم لاس اچوي او غواړي پدې شکل سره ازادي حماسه چوپه کړي ضرور داده پدې وخت کې باید هر دقلم خاوند خپل دیني رسالت اداکړي او خپل غږ دمرګ له ویرې غلی نه کړي ،وحیدمژده بختور وو ځکه الله شهادت ورته نصیب کړو شهادت یو له ارمانونو دمسلمان څخه ده چې په دې لاره کې خپلې خاتمې لپاره هیله لري ،که روان ناورین او اشغال ختم شي خو خبره ختمه اوکه نه بیا مژده به ددې کاروان ورستی هغه نه وي دا ځنځیرې ترورونه به اول په همداسې کدرونو شروع او لمن به یې نوره هم پراخه شي شهادت ویره نده بلکې دمسلمان لپاره هدف او ارمان ده بختور به هغه څوک وي چې دحق لاره کې خپلې وینې نذرانه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا خبره خو سل په سلو کی سمه او د منلو وړ ده چه د سیاست پوهانو او خپلواکی غوښتونکو محوه کول او یا مهارو خو د کابل د لوړپوړو غلامانو کار دی چه د اشغفلګرو په اشاره او بودیجه یی ترسره کوی له کرزی او غنی نیولی، تر صالح او ناصالح . …. مګر زما وړاندیز دغو سیاست پوهانو او خپلواکانو ورونو او دهغوی کورنیو ته دا دی چه نن صبا د اشغالګرو او غلامانو په ضد له هره ځایه ږغ بورته، مبارزه او جد و جهد کولای شی، مګر هیواد کی دننه ډیر په اسانی دغه اواز چوپولی… نور لوستل »

masoom afghan

اسامه ایوبي وروره!دلته له ګوتو سره قلم هم اشغال شوﺉ.
د ډالرو لپاره د اسلام په ضد د کفر په ملګرتیا څرخیژي، لکه تا چې اشاره ورته وکړه یا خو دا خلک له تاریخه نا خبره دي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x