شعـــــرونه

غزل؛ مهاجر مدثر

مهاجر مدثر

پردو لاسو کړه په پردو سرونو لکه شمله
ساه ورکوي زمونږ د درست کلي ملکه شمله

د بابا ښاره کندهاره ته وا بيا يتيم شوې
بيا مهاجره شوه بيا اوړي له کوږکه شمله

ميرويس يې راج په اسفهان باندي منلی نه وو؟
احمد شاه نه وه در پرې ايښې تر اټکه شمله ؟

د بتشکن عمر تر څنګ لا وارث هم وليکئ
چي ډبرينو پښو ته خم شي اسمان څکه شمله

بيا به تر مرګه د پردۍ چينې په لټه نه وي
که يوه لپه اوبه وڅښي له ترنکه شمله

د تور ليوه داړي حاکمې دي په سپينه رمه
شپون ويده شوی شپون تاو کړې له کوتکه شمله

خدايږو که يو د غزل توری دي خپلواک پاتي شي
که مدثره!  بيا را پرېوته په ځمکه شمله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x