ټولنیزه برخه

نه بښونکې ګناه

حامد افغان 

رسول الله ﷺ فرمایي: زما ټول امت ته به بښنه کیږي، مګر مجاهرینو او په ښکاره ګناه کوونکو ته نه. مجاهرة او په ښکاره ګناه کول لکه یو څوک د شپې کوم کار (ګناه) وکړي، په داسې حالت کې شپه کړي چې الله یې پرده کړې وي، خو دی ووایي: وه فلانکیه! ما بېګا دا او ها کار وکړ. الله یې د شپې ګناه پټوي خو دی سهار د الله تعالی پرده له ځانه لېري کوي.

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله ﷺ يقول: كل أمتي معافىً إلا المجاهرين، وإن من المجاهرة أن يعمل الرجل بالليل عملاً ثم يصبح وقد ستره الله فيقول: يا فلان عملت البارحة كذا وكذا، وقد بات يستره ربه ويصبح يكشف ستر الله عليه. رواه البخاري

یو خپله پټه ګناه ښکاره کول دي او بل په ښکاره ګناه کول دي. حدیث کې لومړی ډول بیان شوی دی، خو علماء او د حديثو شارحین وایي چې دویم ډول (په ښکاره ګناه کول) هم په دې حدیث کې راځي. امام النووي رحمه الله دا خبره کړې ده.

له بده مرغه د په ښکاره ګناه کولو او  ګناه ښکاره کولو جرم نن په ټولنه کې زیات دی، په ځانګړې توګه ځوانانو کې! داراز ځیني بوډاګان هم چې پخوانۍ کیسې کوي د ګناه او ناګناه هغه ټولې ګډې وډې سره کوي، حدیث کې په ښکاره ټکو دا جرم او ګناه نه بښونکي ګناه ګڼل شوې ده، الله دې نجات راکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حامد افغان صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی !

الله ج دی اجرونه درکړی ستاسی اموزنده او له عبرت ډکی لیکنی تل لولم. کشکی ستاسی په شان نور هم ورته لیکنی ولیکی، شته مګر ستاسی لیکنو ته نه رسیږی الله ج دی تر دی لا ډیره وړتیا او پیاوړتیا درکړی

عبدالمالک همت

دا غوړي لکه چي په لوديځ کي ډېر ارزانه دي؟!

غ.حضرت

ددې ګناه د سختی غندنی علت دا دی چی ابلیس دوه ځله د ګنهکار د کړنی پخاطر خوښی احساسوی او بل علت ئې دا دی چی پدې مذمومه کړنه د ( رجوع ) زړورتیا او جرئت له کمزورۍ او ضعف د خطر سره مخامخ کیږی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x