ورزش

د نجیب ځدران لوبډلې «مراټا عربینز» د ټي ټين لیګ اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د عربي اماراتو په ابو ظبي ښار کې د ټي ټین لیګ سیالۍ نن د یکشنبې په ورځ د مراټا عربینز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د لس اوریزو سیالیو دریم پړاو پایلوبه د محمد شهزاد لوبډلې «ډکن ګلډیټرز» او د نجیب ځدران لوبډلې «مراټا عربینز» ترمنځ ترسره شوه چې مراټا لوبډلې په پرلپسې دویم وار اتلولي خپله کړه.

په پایلوبه کې د ډکن ګلډيټر لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه چې د ۸ لوبغاړو په سوزیدلو یې په ټاکلو لسو اورونو کې ۸۹ منډې جوړې کړې، په ځواب کې مراټا لوبډلې ټاکلی هدف په ۸م اور کې د نجیب ځدران په زړه پورې شپږیزې سره بشپړ کړ.

په یاد لیګ کې د نړۍ بېلا بېلو لوبغاړو ګډون کړی و چې ګڼ شمېر افغان لوبغاړي هم په کې شامل وو، د افغان ځلیدونکو لوبغاړو څخه یې محمد شهزاد او نجیب ځدران په توپ وهنه، قیس احمد، ظاهر خان او مجیب ځدران په توپ اچونه کې وځلیدل.

ویسټ انډيزی لوبغاړی واټلینګ چې په ۲۶ توپونو یې ۵۴ ناسوزیدلې منډې وکړې د پایلوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، د سیریز غوره توپ وهونکی او غوره لوبغاړی استرالیاوی کریس لاین و چې تر ټولو زیاتې ۳۷۱ منډې یې جوړې کړې، نوموړی د ګټونکې لوبډلې سره و. شهزاد په یادو سیالیو کې ۱۶۹ منډې جوړې کړې.

د یاد سیریز غوره توپ اچونکی ګواشم ګوارتن و چې په ۹ سیالیو کې یې ۱۲ لوبغاړي وسوزول، د افغان لوبغاړو لخوا قیس احمد په ۷ سالیو کې ۹ ویکټې واخیستې او د توپ اچونکو په لیست کې په دریم نمبر شو.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x