نوکیا خپل نوی ځیرک مبایل د دیسمبر په ۵مه نېټه وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ځیرک مبایلونو مشهور شرکت نوکیا اعلان وکړ چې د یادو مبایلونو په نړۍ کې به خپل راتلونکی نوی ځیرک مبایل د راتلونکې دیسمبر میاشتې په پنځمه نېټه د مینوالو پرمخ وړاندې کړي.

نوکیا پر ټویټر پاڼه خپلو مینوالو ته زیری ورکړی دی، «زمونږ د کورنۍ نوې نسخه به د دیسمبر میاشتې په پنځمه نېټه وړاندې شي، د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره زمونږ سره اوسئ».

که څه هم نوکیا شرکت د یاد مبایل په اړه ځانګړي معلومات نه دي ورکړي خو ځینې افشا شوي معلومات ښيي چې دا به د شرکت نوی (نوکیا ۸.۲) مبایل وي، ځکه چې دوی تېر کال د نوکیا ۸.۱ مبایل وړاندې کړی و.

دغه راز تمه کیږي چې نوکیا به د یاد مبایل سربېره خپل نوي مناسب بیه مبایلونه (نوکیا ۵.۲، نوکیا ۲.۳ او نوکیا ۲.۲) هم وړاندې کړي، ددې مبایلونو لومړۍ نسخې یې تېر کال وړاندې کړي دي.

https://twitter.com/NokiaMobile/status/1197877461356122113?s=20

د یاد مبایل په اړه نور افشا شوي معلومات ښيي چې په دې کې به ۶۴ میګا پېکسله غوره کامره وي، دغه راز به شاخواته څلور کامرې ولري، او د سیلفي ۳۲ میګا پېکسله کامره به یې پوپ اپ وي، چې د عکس اخیستلو لپاره به پورته کیږي.

له دې وړاندې د یاد سیریز مبایل «نوکیا ۸.۱» چې د ۲۰۱۸م کال په همدغه نېټه وړاندې شوی و، ۸ جي بي ریم، د سنیټ ډراګون ۷۳۰ پراسیسر او د ۲۵۶ جي بي داخلي حافظه سره وړاندې شوی و، په راتلونکې مبایل کې به لا پیاوړتیا ومومي.

د نوکیا په راتلونکي مبایل کې شونې ده د لومړي وار لپاره د فایو جي 5G ټکنالوژي ځانګړتیا ځای پرځا شي.

نوکیا چې د مبایلونو چمتو کولو یو له پخوانیو شرکتونو څخه دی خو له اوږدې مودې غیاب وروسته اوس یو وار بیا په نړیواله کچه منونکی شرکت دی او په ملیونونو مینوال یې اوس هم د نوي ځيرک مبایل راتلو ته سترګې پر لار وي.

د نوکیا ځیرک مبایلونو خوبي پر نورو ځيرک مبایلونو داده چې د نورو ځانګړتیاو سربېره ددې بیترۍ غوره وي او بیه یې د نورو شرکتونو مبایلونو څخه مناسبه وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د