سرچينه: ښايي د چين بین الافغاني غونډه لغوه شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې وه، چې د افغانستان سولې لپاره د چين په کوربه توب په پلازمېنې پيکينګ کې د طالبانو او افغان سياستوالو ترمنځ غونډه ترسره شي، خو داسې ښکاري، چې د ګډ حکومت د ناغېړۍ له امله دا غونډه لغوه شي.

سرچينې وايي، حکومت هڅه کوي، د پيکينګ بين الافغاني ناستې ته رسمي دولتي پلاوی ولېږي، خو طالبان د حکومت په استازولۍ د پلاوي مخالفت کوي.

د سرچينې په وينا حکومت په دغه ناسته کې له حکومته د بهر سياستوالو د ګډون مخنیوی هم کوي او د حکومت له دې دريځ به سره د ګډونوالو شمېر نور هم راښکته شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم تېره ورځ ويلي و، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني ترې غوښتي، د پيکينګ په بین الافغاني ناسته ګډون ونه کړي او د هغه د مخالفت له امله ده هم په ياده ناسته کې له ګډونه نټه کړې ده.

ټاکل شوې وه، چې د چين په کوربه توب بين الافغاني ناسته په تېر اکتوبر کې ترسره شي، طالبانو په دغه ناسته کې ګډون ته تیاری ښودلی و، خو د ګډ حکومت له لوري د ناستې ګډونوالو پر سر د اختلاف له امله دا ناسته درې ځله وځنډېده.

حکومت ټينګار کوي، چې د سياستوالو پر ځای په دغه ناسته کې حکومتي پلاوی ګډون وکړي، خو طالبان له حکومتي پلاوي سره د رسمي ليدو مخالف دي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني په داسې حال کې د چين الافغاني ناستې په اړه له ناغېړۍ کار اخلي، چې امریکا هم د سولې په برخه کې د چين د مداخلې مخالفت کوي او اندېښنه لري، چې پيکينګ به د امريکا پر ځای د سولې ابتکار په خپل لاس کې واخلي او د سولې پروسه به د امريکا له خواهشاتو سره سمه پر مخ ولاړه نشي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

چين دي د دغه هيواد د مسلمانانو سره دا روان اشد ظلمونه نه کوي. زموږ په چارو کي يې مداخله موږ ته هيڅ ګټه نه رسوي، بلکي د افغانانو وخت ضايع کوي، ښه داده چي د نورو له مداخلو پرته په ګران هيواد کي زموږ د خلکو د دې بدمرغي اوږدې غميزي د پای ته رسولو لپاره د ربړي د اصلي اړخونو(امريکې او طالبانو کرامو)تر منځ مذاکرو ته ټول پام واوړي. ددې کلاوې سر د امريکايانو او طالبانو سره دی، نه د غني، کرزي، يون، ځلاند او دې نورو نوکيانو سره. وايي: « که په هلکو لنګېدلای اوس به په… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

کله چه روسانو زمونږ هیواد اشغال کړی وو امریکا او اروپا د هغه وخت د مجاهدینو ملتیا څه چه واکداری او نمایندګی کوله مرګ اوس روسان او چیناییانو ته د منځګړی په حیث هم واک نه ورکوی . طالبان او اشغلګر خو مدعیان دی د جنګ د خلاصون د باره منځکړو ته خامخا بکی اړه ده. امریکا هماغه د غروه د ځناورو او وحشی لویانو به شان کار کوی کوم حیوان چه یی شکار کړی وی ځانله ورته لګیا وی بل لیوه ته اجازه نه ورکوی همداسی ده انسانی ټولنه د استعماری قدرتو له امله په حیوانی او څنګلی ټولنه… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

مونږ ته روس، امریکا او چین ټول یو دی. څه امریکی سره خبری وکړی شی او یا له روسانو او چینایانو سره. غوره به دا وی چی افغانان خپله سره کینی او خپل منڅ کی سره روغه جوړه وکړی.