افغانستان

پومپيو: ولسمشر ټرمپ تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغانستان جګړې د پای ته رسولو هوډ لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ هوډ لري، تر راتلونکي ۲۰۲۰ کال پورې له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او امريکايي عسکر خپلو کورونو ته ولېږي.

مايک پومپيو وايي، ولسمشر ټرمپ ورته سپارښتنه کړې، چې تر ۲۰۲۰ کال پورې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي او هلته د شته عسکرو شمېر راکم کړي.

د بهرنيو چارو وزير په وينا ټرمپ غواړي له طالبانو سره د سوله ييزو خبرو په مرسته په افغانستان کې د جګړې او امريکايي ځواکونو د پاتې کېدو اړتيا ختمه شي.

مايک پومپيو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې وړمه ورځ هم د امريکا ولسمشر له «فاکس نيوز» سره په خبرو کې ويلي و، له طالبانو سره د سولې په تړون کار کوي.

ډيپلوماټيکي سرچينې وايي، د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ پلاوی په قطر کې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی او د سولې په تړون کار کوي.

امريکا او طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښکاره کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

تیره اونی پومپیوپه روم کی دخپل سیال سره په یوخبری کنفرانس کی حضور درلودی. چی یوی ایطالوی خبرنګاری یوه کاغذی کڅوړه وپومپیو ته تحفه ورکړل، او ورته وویل: چی په دی کڅوړه کی دسپیو ډوډی ده. دغه ډوډی دورځی دری واری د درو ورځو د پاره وخوره چی یو لږڅه د درغوویلوعادت درڅخه ولاړسی، ځکه چی سپي درواغ نه وایی.نو اوس معلومه نه ده چی پومپیود سپیو ډوډی شروع کړیده؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x