افغانستان

کرزی: د بیان ازادي د افغانانو حق دی، هغوی باید ترور او له هیواده تېښتې ته مجبور نشي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت پخوانی مشر «حامد کرزی» وایي، له تېر یوه کال راپدېخوا ټول هغه کسان، چې د سولې لپاره کار کوي په نښه کېږي او په دې توګه سره د افغانستان اتلس کلنه لاسته راوړنه «د بیان ازادي» تر پښو لاندې کېږي.

کرزی، چې په کابل کې یې د بیان د ازادي د ساتنې او د «وحید مژده» د قتل په تړاو د نوموړي له لوري رابلل شوې ناستې ته خبرې کولې، وویل «څه موده وړاندې ځیني سیاسي شنونکي راته راغلل او ویې ویل کله چې په رسنیو کې خبرې وکړو، له نامعلومو شمېرو راته زنګونه راځي او تهدېدېږو.»

نوموړي زیاته کړه « د افغانستان حکومت باید د بیان د ازادي ساتنې او ملاتړ ته راودانګي او پرېنږدي، چې فعال خلګ له خپل هیواد څخه وتښتي.»

د کرزي په قول، امنیتي ځواکونه باید د شخصي او سیاسي اهدافو لپاره ونه کارول شي؛ ځکه له دې سره د هغوی نوم بدېږي.

نوموړي ددې تر څنګ د وحید مژده وژل کېدل او په حسن حقیار، نظر محمد مطمئن، مولوي عابد او نورو سیاسي فعالانو باندې بریدونه د ژورې اندېښنې او د افغانستان له اتلس کلنو لاسته راوړنو سره په ټکر کې وبلل او په اشرف غني یې غږ وکړ، چې د هیواد ورځ تر بلې خرابېدونکی وضعیت باید درک کړي.

کرزی داسې مهال په سیاسي فعالانو بریدونه د اندېښنې وړ بولي او په تړاو یې خبري ناسته رابولي، چې په دې وروستیو کې ټول هغه کسان چې سولې ته کار کوي او یا هم په رسنیو کې حکومتي کړنې نقدوي، په مرګ ګواښل کېږي.

څه موده وړاندې په سیاسي فعال «خیرالله شینواري»، ورپسې په «نظر محمد مطمئن» او «فیض ځلاند» او تر هغه وروسته په «حسن حقیار» بریدونه وشول او د ترور هڅې یې وشوې؛ خو دوی له یادو بریدونو روغ راووتل؛ مګر  یو بل سیاسي فعال «وحید مژده» په ورته یوه برید کې ژوند له لاسه ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابو محمد الفاروقي

شهيد وحيد مزده
مدعي ( كابل فاسده بلواكه اداره دي)
هر جاته معلوم دي

ابوالوفاء

کرزي په خپل د خپل واک پر مهال بېخي ډېر حق ويونکي شخصيتونه په خپلو ګومارلو تروريستانو شهيدان کړي دي، خو اوس بيا دغه دی دغسي خبري کوي؟!
او هغه مهال يې د سولي او طالبانو سره ضديت ټولو د عقل او پوهي خاوندانو ته ور ياد دی. اوس هم د هيواد په ځينو برخو کي د ده او د ده د اړوندو کسانو په اشاره په ډول ډول بڼو ترورونه کيږي. مطلب که کرزي يوې عادلانه محاکمې ته راکش سي لوی مجرم او ملي خاين به جوت سي او سزا به يې څو اعدامه وي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x