نړۍ

پنجاب: فوځی هلیکوپټر ولویده

helicopter_mohmand_afp543(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۰۱) لیه: دپنجاب ایالت لیه ولسوالی کي دپاکستاني فوځ (رینجرو) یوه فوځي هلیکوپټر الوتکه څو شیبي مخکی دسینده په رود کي راپریوته، راپورونو کي راغلي چي هلیکوپټر الوتکه کي دپنجاب درینجرو قومندان میجرجنرل  محمد نواز هم سپور وو.

له سیمي څخه امنیتي چارواکي وایی الوتکي دنورو ورځو په څیر په سیمه کي دفضایی نګراني لپاره الوتنه کړی وه.

الوتکه دسینده په رود کي رالویدلی ده، دپیښي ځآی ته څیرمه د کوټ سلطان بکهري سیمي ته  دبیړنیو مرستو لپاره نور عسکر رسیدلی دی.

راپریوتلي الوتکه لیفټیڼنټ کرنل عامر عباس الوزولی وه چي له ډیره غازیخان څخه دپیښورپه لور روانه وه په هلیکوپټر کي له میجرجنرل محمد نواز سره سره نور کرنلان او یو کیپټن هم سوروو.پیلوټ څه دپاسه لس بجي له ټاور سره اړیکه نیولی وه چی لس دقیقي وروسته یی رابطه پري شوی ده، امنیتی چارواکي وایی په الوتکه کي ټول ۵ تنه سواره وو له میجرجنرل محمد نواز سره خپل زوی هم ورسره وو.

بخت الرحمن بخت …………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x